د افغانستان د ناامنۍ، بنسټیز فقر او پراخې بېثباتۍ له امله د رامنځته شوي انساني ناورین په دوام، د جبري مهاجرت نوې څپه، په ځانګړي ډول د زیانمنو قشرونو له لورې د ګاونډیو هېوادونو پر لور روانه شوې ده. په دې لړ کې موږ د افغانستان په سرحدی سیمو کې د سوداګرو، خیر خواهانو ، داوطلبو ډلو او کورنیو مدني بنسټونو له خوا د ستر انساندوستي، ملي یووالي او ټولنیز مسؤلیت څرګندې بېلګې لیدلي دي. دا نه ستړې کېدونکې هڅې چې د سختو شرایطو لاندې ترسره شوې دي، د مهاجرینو د کړاوونو د ارامولو لامل شوې او د خلکو پر وړاندې د مسؤلیتپالنې روحیه یې انځور کړې ده.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، له ټولو دغو ارزښتناکو هڅو او ملاتړونو څخه په درنښت او مننې سره ژوره قدرداني کوي او دا یې د یوه انساني ناورین پر وړاندې د ملي یووالي ښکاره بیلګه بولي.
ملي مقاومت عالی شورا، د افغانستان مهاجرینو ته د ایران د دولت او خلکو د اوږدمهاله مېلمهپالنې قدرداني کوي او له د ایران له خلکو، خیریه بنسټونو، مدني ټولنو او دولتي ادارو څخه غوښتنه کوي چې تر هغو چې د افغانستان وضعیت روښانه کېږي، له افغان مهاجرینو سره خپلې انساندوستانه مرستې ته دوام ورکړي. د دغو همکاریو دوام، د اخلاقي، اسلامي اصولو او بشري ژمنو روښانه نښه ده.
ملي مقاومت شورا له ټولو نړیوالو بنسټونو څخه، په ځانګړي ډول د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR)، د نړیوالې کډوالۍ سازمان (IOM)، نړیوال سره صلیب (ICRC)، او نورو اړوندو ادارو څخه غواړي چې د افغان مهاجرینو د ناوړه وضعیت په وړاندې لا ډېر فعال حضور، عملي ژمنتیا او د پام وړ ملاتړ وښيي. ځکه چې روان بحراني حالت بیړنۍ همکارۍ، د منابعو زیاتوالي او مؤثر غبرګون ته اړتیا لري.
دغه شورا د ایران اسلامي جمهوری دولت څخه تمه لري چې د افغانستان له شکننده او ګواښوونکي وضعیت سره په درک، له افغان مهاجرینو د هر ډول اجباري اخراج څخه ډډه وکړي او یو اخلاقي چلند چې د نړیوالو قوانینو او اسلامي اصولو پر بنسټ وي، غوره کړي. د مهاجرینو بیرته هغه هېواد ته استول، چېرته چې یې د ژوند، مال او بشري کرامت امنیت له ګواښ سره مخ دی، نه یواځې دا چې له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي، بلکې زرګونو کورنیو ته به نه جبرانېدونکي ټولنیز او بشري زیانونه ورسوي.
ملي مقاومت شورا یو ځل بیا د هاګ نړیوال جزايي محکمې له خوا د طالبانو د یو شمېر مشرانو د نیولو د حکم له صادرېدو هرکلی کوي، او له دولتونو او نړیوالو بنسټونو څخه غواړي چې دا احکام ژر تر ژره او په مؤثره توګه عملي کړي. دغه شورا باور لري چې د معافیت فرهنګ ختمول او د قربانیانو لپاره عدالت تأمینول، د افغانستان د دوامدار سولې بنسټیز شرط دی.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا باور لري چې د افغان مهاجرت کړکېچ یواځې د سیمې د هېوادونو د ګډ کار، مسؤلیت مننې او د نړیوالو بنسټونو د اغېزمن رول له لارې مدیریت کېدای شي. اوس هغه وخت رارسېدلی چې نړیواله ټولنه باید له افغان ولس سره خپله خواخوږي نه یوازې په خبرو، بلکې په عمل کې هم وښيي.