جستجو
Close this search box.
Ramadan Mubarak

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملی مقاومت شورا د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو، د رحمت او مغفرت او د خدای ج د میلمستیا  د میاشتې د رارسیدو په مناسبت د نړۍ مسلمانانو او د افغانستان شریفو خلکو ته مبارکي وایي.

روژه د یو  واحد خالق د عبادت کولو، د غریبانو د لاس نیولو او د ګناه څخه د خلاصون فرصت دی، او دا هغه میاشت ده چې قرآن کریم په کې نازل شوی، وروستی الهي کتاب چې د نړۍ میلیونونو انسانانو ژوند ته رڼا ورکوي.

 

له لوی خدای (ج) څخه غوښتنه کوو چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې زموږ د هیواد اوسنی ناوړه وضعیت چې د ډیرو کړاوونو او مشکلاتو سبب شوی دی، بدل او د افغانستان خلک د طالبانو د ډلې له شر څخه خلاص کړي.

 

له ښو سوداګرو او مرستندویه موسسو څخه هیله کوو چې له دې فرصت څخه په استفادې د افغانستان د بې وزلو او اړمنو خلکو سره مرستې وکړي.

 

و من‌الله‌التوفیق

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟