جستجو
Close this search box.
Gen Dawod

د افغانستان د ژغورنی لپاره د ملی مقاومت عالی شورا د ستر جنرال محمد داوود داوود او جنرال شاهجهان نوري د شهادت د کلیزې په مناسبت د قربانیانو له کورنیو، د افغانستان دخلکو له مجاهدینو او د مقاومت له جنګیالیو سره خپله خواخوږي څرګندوي او د هغوی یادونو ته درناوی کوي.

 

جنرال محمد داوود داوود شهید او جنرال شاهجهان نوري د جهاد او مقاومت د دورې وتلي او نامتو قوماندانان وو، چې د جمهوري ریاست په دوره کې د جهاد او مقاومت له بریا وروسته په خپلو بېلابېلو څانګو کې د ژمن جنرالانو، وطنپالو او ارزښتونو ته وفادار پاتې شوي دي. د هیواد په هر ګوټ کې دوی د خدمت مصدر شوه.

 

جنرال محمد داوود د رسمي دولتي دندې تر څنګ د هېواد په شمال ختیځ کې د سیاست او واک د محور په توګه فعال او مخکښ و او په سیاسي تعاملاتو کې یې مهم دریځ درلود. او د مقاومت د بریا وروسته، د شپږم قول اردو د قوماندانۍ په مشرۍ کې، د شمال ختیځو ولایتونو د امنیت او ثبات د ټینګښت په اړه ډېر مهم او جوړونکي کارونه ترسره کړل چې د هغه د مسئولیت پر مهال په یادو سیمو کې امنیت او ارامۍ حاکمه وه او مشروع نظام شتون درلود.

 

هغه د یو سیاسي او نظامي شخصیت په توګه د خلکو خدمت ته ډیره پاملرنه او علاقه درلوده او په ورته وخت کې یې فرهنګي فعالیتونو ته هم ځانګړې پاملرنه کوله. د ځوانانو په وړاندې د هغه چلند او د ټولنې د دې برخې لپاره د هغه ملاتړ د ستاینې وړ او اغیزمن و.

 

له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د کورنيو چارو وزارت د مرستيال په توګه د جنرال محمد داوود رول خورا څرګند او د ستاينې وړ و او د هېواد په شمال کې د پوليسو د ٣٠٣ زون په قوماندانۍ کې يې وروستى ماموريت هم د ده له سترو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي. هغه په ​​دې مسؤلیت کې دومره ښه  وځلیدی چې د دښمنانو لخوا په نښه شو او دده ژوند یې واخیست. خو د هغه ریکارډ او ځلانده نوم به ابدي پاته وی.

 

جنرال شاه جهان نوري هم د هېواد له ژمنو جهادي او مقاومتي کدرونو څخه و، چې له ځوانۍ څخه يې د هېواد د ازادۍ لپاره د مبارزې په لاره کې ميدان ته راووت او د هغه دژوند تر اخره پورې يې د ولس او هېواد په خدمت کې له هيڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړه.

 

د افغانستان د ژغورنې لپاره دملي مقاومت عالي شورا یو ځل بیا د دواړو اتلو شهیدانو یادونه کوي او د جهاد، مقاومت او داولسواکۍ ددوری د ټولو شهیدانو یاد او د هېواد د وروستیو پېښو شهیدانو ته د فردوس جنت او کورنیو ته یې د جمیل صبر غواړی، هیله لرو چې د هیواد دغه بدمرغه حالت ته د پای ټکی کیښودل شي او د افغانستان خلک یو ځل بیا د اولسواکۍ د راتګ او د خپلو ارمانونو د پوره کیدو شاهدان واوسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟