جستجو
Close this search box.
روز سرباز

نن د سرتیرو ورځ ده. دا ورځ په داسې حال کې راغلې چې افغانستان د یوې داسې ډلې تر واکمنۍ لاندې دی چې د پیچلو انګېزو پر بنسټ په پرله پسې ډول د پخوانیو امنیتي ځواکونو نیول، شکنجه او شهیدانول ادامه لری.

 

د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو سربازان چې د جمهوریت په شلو کلونو کې یې د خپل ژوند په اوږدو کې د هېواد له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع کړې، د قدر او ستاینې وړ دي. دوی د وطن او د هېواد د ملي حاکمیت په دفاع کې هېڅ ډول هڅې ونه سپمولی ،   خو له بده مرغه د دوی په رهبرۍ کې داسې عوامل هم وو چې د نورو داخلي او بهرنیو عواملو تر څنګ یې طالبانو ته د هېواد په تسلیمېدو او د نظام په سقوط کې د پنځم ستون په توګه ونډه درلوده.: دغو اجنټانو د امنیتي ځواکونو د شهیدانو له وینو سره ښکاره خیانت وکړ.

 

د ملي مقاومت شورا د هېواد د پخوانيو امنيتي ځواکونو د سرښندنو او زړورتيا د قدردانۍ په ترڅ کې د دغو ځواکونو د شهيدانو د نومونو په ياد  د تسليت مراتب وړاندې کوی هغه د شهیدانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوی او وایی ، چې موږ نن د سرتېرو ستونزې، کړاوونه او زحمتونه د زړه له تله احساسوو. موږ د هغو پوځیانو وضعیت درک کولای شو، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په بېلابېلو لاملونو له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او له اساسي بشري حقونو بې برخې دي او همدارنګه د هغو کسانو وضعیت چې د بې‌ځایه کېدو او بې وطنۍ ژوند کوي له کړاوونو او ستونزو سره مخ دي.  دا زموږ لپاره قابل ددرک ده ، چه دا حالت دایمی نه دی بدلون مومی. هيله لرو چې د نوي افغانستان په روښانه راتلونکي کې د هېواد د سربازانو په شتون او سرښندنو سره د ملي حاکميت اود قانون د ټينګښت او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې شاهدان واوسو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟