بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان مجاهد او آزاده ملت!
نن د سولې د شهید، پروفیسور استاد برهانالدین رباني د شهادت د څوارلسمې کلیزې په مناسبت، د هېواد د جهاد او سیاست د دې وتلي رهبر یاد او خاطرې په غم او ویاړ سره تازه کوو.
استاد رباني خپل ټول بابرکته ژوند د استقلال، ازادۍ، ټولنیز عدالت او د اسلامي او ملي ارزښتونو د لوړتیا لپاره وقف کړی و. هغه د جمعیت اسلامي د رهبر په توګه او وروسته د هېواد د منتخب ولسمشر په توګه، د جهاد، مقاومت او ملي سیاست په رهبري کې مهم رول ادا کړ. استاد تل پر دې باور و چې د افغانستان راتلونکی د عدالت، سیاسي مشارکت او تلپاتې سولې په شتون پورې تړلی دی.
استاد شهید د دوامدارې جګړې، وینې بهېدنې او ناامنۍ له امله تل په عذاب کې و. له همدې امله یې د خپلو وروستیو سیاسي مبارزو پر مهال، د سولې عالي شورا دروند او تاریخي مسؤلیت د یوه ملي رهبر په توګه د ديني او ملي وجیبې په ډول ومنه. هغه په صداقت او ژمنتیا د جګړې د پای ته رسولو او د عادلانه سولې د ټینګښت په لاره کې عملي ګامونه پورته کړل؛ خو د سولې دښمنانو چې وېره یې لرله هڅې به یې د تاوتریخوالي او استبداد بنسټونه له منځه یوسي، په پای کې د ۱۳۹۰ کال د سنبلې په ۲۹مه نېټه، د سولې د استازي په نوم په ناجوانمردانه ډول شهید کړ.
د ملي مقاومت عالي شورا، د استاد رباني یاد او خاطرې ته په درناوي او ویاړ سره د درناوي په حال کې، د هغه د لارې پر دوام او د آرمانونو پر تحقق ټینګار کوي، چې د ازادۍ، عدالت، ولسواکۍ او تلپاتې سولې لپاره مبارزه ده. موږ باور لرو چې د هغه وینه او د نورو ټولو د ازادۍ شهیدانو قربانۍ هغه روښانه مشعل دی چې د هېواد د نجات لاره روښانه کوي.
همدارنګه، د ملي مقاومت عالي شورا د افغانستان د ژغورنې په موخه، د استاد رباني د لوړ مقام د درناوي ترڅنګ، د ټولو هغو شهیدانو پاکو ارواحو ته درود استوي چې د استقلال او عدالت په لاره کې یې ځانونه قربان کړي دي؛ په ځانګړي ډول د هېواد ملي قهرمان، شهید احمدشاه مسعود، د ملي وحدت شهید استاد عبدالعلي مزاري، شهید استاد سید مصطفی کاظمي، شهید استاد ذبیحالله، شهید حاجي عبدالقدیر، شهید مطلب بیک، شهید احمدخان سمنګاني، شهید جنرال محمد داوود داوود، شهید جنرال عبدالرازق اچکزی، شهید انجنیر محمد عمر، شهید خانمحمد مجاهد، شهید مولانا عبدالرحمن سیدخیلی، شهید ابوذَر غزنوي، شهید عاشور پهلوان، شهید عبدالمحمد، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دولت د دفاعي او امنیتي ځواکونو شهیدان او ټول هغه شهیدان چې په وروستیو څلورو کلونو کې قرباني شوي دي. د دوی یاد تازه، ارواحو ته یې دعا او نومونه یې تلپاتې غواړو.
د سولې د شهید، پروفیسور استاد برهانالدین رباني او د ازادۍ د لارې د ټولو شهیدانو روح دې خوشاله وی، ددوی یاد دی تلپاتی وی، او لاره دی یی په رهروانو تل ډکه وي.