انا الله وانا الیه راجعون
د افغانستان د ژغورنی لپاره د ملي مقاومت شورا رهبري د پنجشیرولایت د جهاد د بنسټګر او د افغاتستان پخواني لوی څارنوال عبدالمحمود دقیق په مړینه د هغه وکورنۍ ته اود پنجشیر ولایت خلکو او ټولو مجاهدینو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.
عبدالمحمود دقیق په پنجشېر کې د جهاد په تاسيس کې د مهم رول لوبولو تر څنګ د هېواد د ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود نږدې ملګری او د مجاهدينو په منځ کې په ځانګړي ډول ښه شهرت درلود. هغه د یو متقی مجاهد سربیره یو عاجز متصوف او هوښیار سیاستوال هم وو. د افغانستان د لوی څانوالی په دوره کې د هغه خدمتونه د ستاینې وړ دي.
یو ځل بیا د دغې شورا مشرتابه دده کورنۍ ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوو او ارواښاد ته د فردوس جنت دعا کوو.