جستجو
Close this search box.
Eid-Mubarak

بسم الله الرحمن الرحیم

د ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه د افغانستان مسلمان او مومن ولس، په ځانګړې توګه د جهاد او مقاومت د دورې شهیدانو کورنیو او همدارنګه د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو کورنیو ته چې په تیرو شلو کلونو کې د نړیوال تروریزم پر وړاندې مبارزه کړې ده او همدارنګه د هیواد د آزادۍ او استقلال په لار کې په تیرو درې کلونو کې شهیدانو ته، د لوی اختر، د ایثار او د الله تعالی په وړاندې د ځان تېرېدنې اختر مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوو.

محترمو وطندارانو !
د دریم لوی اختر په داسې حال کې راځي چې له بده مرغه په دې درېو کلونو کې هېواد د یو تروریستي او وحشي ډلې تر اشغال لاندې دی چې د انساني او اسلامي اصولو او ارزښتونو هیڅ پام نه کوي. په دې درېو کلونو کې افغانستان له یوه مشروع او قانوني نظام څخه بې برخې دی او د افغانستان شریف خلک بې شمېره کړاوونه ګالي. سږ کال لوی اختر په داسې حال کې راځي چې موږ د ټولنې نیمایي برخه، یعنې ښځې، له ټولو بنسټیزو انساني حقونو په ځانګړي ډول زده کړې، تحصیل او کار څخه په بشپړ ډول محرومه وینو. بې له شکه یوازې دا یو غیر انساني اقدام د طالبانو ډلې د هېواد راتلونکی او د افغانستان د خلکو برخلیک له تباهۍ سره مخامخ کړی دی. له دې پرته په دې درېو کلونو کې قتلونه، شکنجې، د خلکو د ځمکې او شتمنیو غصب او د تاریخي ظلمونو دوام هم په شدت سره روان دی. له دې امله له فرصت څخه په ګټه اخیستو، یو ځل بیا په اوسنیو حساسو شرایطو کې د افغانستان شریف خلکو او نړیوالې ټولنې لپاره ځینې ټکي یادوو.
۱- ډیری د سیمې او نړۍ هیوادونه په ځانګړي ډول هغه کسان چې د طالبانو بیا واک ته رسیدو لپاره هڅې کولې، شعار یې ورکاوه چې ګواکي دا ډله بدله شوې ده او د بشري او نړیوالو ارزښتونو سره د تطابق لپاره چمتو ده. خو په تېرو درې کلونو کې موږ ولیدل چې دا ډله نه یوازې نه ده بدله شوې، بلکې د لویو قدرتونو لخوا د افغانستان د خلکو برخلیک ورته په واک کې ورکولو څخه مغروره شوې او حتی له لومړۍ دورې څخه په خپلو غلطو باورونو او تاریکو کړنو باندې ټینګار کوي. نو له همدې امله نور د ازمویلو ځای نه دی پاتې او یواځې یوه لاره پاتې ده او هغه د طالبانو ډلې سره هر اړخیزه مبارزه ده.
۲- د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د تر ټولو لوی سیاسي چتر په توګه تر دې دمه د نړۍ سره په یو قدم کې هیله درلوده چې طالبان د افغانستان د خلکو و حقه غوښتنو ته غاړه کښیږدي او د خلکو د ازادیو د سلبولو او غیر انساني محدودیتونو په ځانګړې توګه د هیواد پر ښځو باندې دظلمه لاس واخلي او یو داسې نظام ته غاړه کیږدي چې په جمعي اراده ولاړ وي. خو بدبختانه لکه څرنګه چې وینو دا ډله پرته له ظلم څخه په خلکو او د ملي منابعو په غارتولو باندې بل څه نه سوچ کوي. له همدې امله، د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د طالبانو د مخالفو ټولو سیاسي او نظامي ډلو څخه غواړي چې په یوه صف کې منظمې مبارزې ته ودریږو تر څو ډیرې بریاوې ترلاسه کړو.

۳- موږ د افغانستان لپاره د دریمې دوحې غونډې د جوړیدو په درشل کې یو چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب او د افغانستان په قضیه کې د اغېز لرونکو هیوادونو د استازو په ګډون به ژر تر ژره جوړه شي. د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا یو ځل بیا له ملګرو ملتونو او ټولو دخیل هیوادونو څخه غواړي چې په دې غونډه او راتلونکو بهیرونو کې د ټولو سیاسي اړخونو، مدني بنسټونو، د بشر او ښځو د حقونو فعالانو، رسنیو او د هیواد د بېلابېلو قومونو استازو ته ګډون ورکړي. که نه، هر هغه بهیر چې د افغانستان د خلکو د حذفولو لامل شي او طالبانو ته یوازې د افغانستان د یوازینۍ خوا په توګه وګوري، کړکېچ به پیچلی او اوږدمهاله کړي او هیڅ مثبته پایله به ونه لري.
۴-موږ د نړۍ او سیمې له هېوادونو چې تر اوسه یې له طالبانو سره یو اړخیز تعامل درلود، غواړو چې پر دې بهیر له سره غور وکړي. په ځانګړې توګه هغو هېوادونو ته چې د یوه نامشروع او تروریستي ډلې سره بېلابېل قراردادونه کوي او د دې لارې د افغانستان اقتصادي سرچینې او ملي شتمنۍ لوټوي، خبرداری ورکوو چې ټول دغه قراردادونه غیر قانوني او غیر مشروع دي او د افغانستان راتلونکی قانوني نظام به پرې پابند نه وي. ځکه طالبان پرته له دې چې هېڅ ملي او نړیوال مشروعیت نه لري، د هېواد نافذه قوانین یې لغوه کړي دي او له دې قراردادونو څخه ترلاسه شوي ګټې یوازې د تاوتریخوالي د ترویج او تروریزم د ودې لپاره مصرفیږي.
۵- د افغانستان د ژغورنی لپاره د ملي مقاومت عالي شورا یو ځل بیا ټینګار کوي چې په افغانستان کې یوازې هغه وخت دایمي ثبات او سوله رامنځته کېدای شي کله چې یو نظام چې د عمومي ارادې پر بنسټ او د آزادو او عادلانه ټاکنو له لارې رامنځته شي. که نه نو د سلطې او تاریخي ظلم د پایو د ټینګولو لپاره هر ډول هڅه به له ناکامۍ سره مخ شي او د هغو لپاره به هېڅ ګټه ونه لري.
۶- د افغانستان د ژغورنې لپاره دملی مقاومت عالی شورا د نړۍ له ټولو هیوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هیوادونو څخه تمه لري چې په اوسنیو سختو شرایطو کې د کډوالو د شړلو او جبري ستنولو څخه ډډه وکړي او لکه څنګه چې په تیرو څو لسیزو کې د کډوالو کوربه توب کړی دی، له دې وروسته هم تر څو په افغانستان کې د انساني او سوله ییز ژوند شرایط برابریږی، صبر او حوصله وکړی.
یو ځل بیا د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه د افغانستان مسلمانانو ته مبارکي وایو او هیله لرو چې په هیواد کې سوله، صفا او ورورولي حاکمه شي او یو آزاد، هوسا او قانونمند افغانستان ووینو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟