جستجو
Close this search box.
Mawlawi Gharib

انا لله واناالیه راجعون

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د کندهار ولایت له مجاهدینو او مخورو شخصیتونو ته د مولوي غلام محمد غریب پر مړینه خواشیني څرګنده کړه.او د ارواښاد مجاهد ياد ته د تسليت مراتب وړاندې کوي.

مولوي غريب يو له لومړنیو مجاهدینو څخه وه ، چې د جهاد پر مهال يې مبارزه کړې او په دې لاره کې يې له هيڅ ډول قربانۍ او سرښندنې څخه ډډه نه ده کړې. د دیني علم او فقې ترڅنګ یې زړورتیا، تقوا او پرهیزګاري هم درلوده، په جنګ کې یې بې ډاره وو او د خلکو په خدمت کې یې دهیڅ ډول سرښندنی څخه سرغړونه نه کوله.

د مقاومت په دوره کې يې هم د پروفیسور استاد برهان الدين رباني په مشرۍ د اسلامي دولت او د هېواد د ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود تر څنګ ودرېد او د نورو مقاومتونو ترڅنګ يې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکميت څخه دفاع وکړه.

د ملي مقاومت شورا د مولوي غلام محمد غریب له کورنۍ او د کندهار ولایت له زړه ورو خلګو سره د خواخوږۍ مراتب څرګندوي، د لوی خدای له درباره مرحوم ته جنت الفردوس او کورنۍ ته یی د زړه له تله دجمیل صبر غواړی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟