جستجو
Close this search box.
Hamayon Fawzi

انا الله وانا الیه راجعون

 

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د ملي دفاع وزارت پخوانی مرستیال ډګرجنرال محمد همایون فوزی،  د هېواد یو له نامتو پوځي منسوبینو څخه د نوموړي د مړینې له امله د هغه قدرمنې کورنۍ او د افغانستان خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.

 

جنرال فوزي په نظامي ډګر کې یو له روزل شویو کدرونو څخه وو او یو له پیژندل شویو شخصیتونو څخه وو چې په نظامي او ملکي پوستونو کې یې د افغانستان او زموږ د هیواد خلکو ته ډیر خدمتونه کړي دي. نوموړی د افغانستان د ملي اسلامي جنبش له بنسټ ایښودونکو څخه و، چې د اسلامي انقلاب په بریالیتوب او وروسته د ملي اردو په جوړولو کې یې ونډه درلوده. نوموړي د ملي دفاع وزارت د مرستیال او د فاریاب ولایت د مقام په ګډون په بېلابېلو پوستونو کې د خلکو او هېواد لپاره خدمت کړی او د خپلې سپېڅلې دندې ترڅنګ یې ښې خاطرې هم پاتې دي.

 

د جنرال فوزي مړینه یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه ده. نوموړی د یوه کارپوه او تجربه کار کارکوونکی په توګه د افغانستان د خلکو او د راتلونکي نظام له جدي اړتیاوو څخه و، چې له بده مرغه د ده د مړینې له امله مرګ ورته نور دژوند وخت ورنکړی .

 

موږ د هغه دکارنامو د قدردانی او ستاینې پرمهال، د هغه روح ته دعا او د هغه یاد ته درناوی کوو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟