جستجو
Close this search box.
انفجار در مزار شریف و دشت برچی

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملی مقاومت شورا په وروستیو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تروریستي بریدونو په پایله کې د خپلو یو شمېر بې ګناه هېوادوالو په شهادت او په ځانګړې توګه د جدی د ۲۱مې نېټې د پنجشنبې د ورځې د تروریستي بریدونو د شهیدانو په خاطر غمشریکي کوي. د کابل او مزار شریف دښارو او د دشت برچي د شهیدانو له کورنیو او د افغانستان له خلکو سره خپله  ژوره خواخوږي څرګندوی او دغه غیر انساني او ترهګریز عمل په کلکو ټکو غندی.

‎تروریزم یو له سترو ګواښونو او ننګونو څخه دی چې دا مهال زموږ هیواد افغانستان ورسره مخ دی. د تروریستي بریدونو سلسله چې زموږ د یو زیات شمیر بې ګناه هیوادوالو د شهادت او ټپي کیدو سبب کیږي د طالبانو او د هغوی په ملاتړ د تروریستي ډلو لخوا ترسره شوي اویو وحشتناک جنایت دی او د ملي امنیت د تامین په اړه د طالبانو د دروغو ادعا په ښکاره ډول په ډاګه کوي. . ټول پوهیږي چې د طالبانو ډلې ته د واک په سپارلو سره له هیواد څخه بشري حقونو ته درناوی له منځه تللی او د افغانستان له خلکو څخه د انساني ژوند حق اخیستل شوی دی. د هیواد امنیتي، اقتصادي، سیاسي، کلتوري او ټولنیز نظم له منځه تللی دې.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملی مقاومت شورا یو ځل بیا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او د سیمې له هېوادونو د همکارۍ غوښتنه کوي، څو په ګډه د افغانانو د نه ختمیدونکي درد او غم د درملنې لپاره لازم او جدي اقدامات وکړي.  اود افغانستان خلک د ښه وضعیت  او ډیموکراسۍ د بیرته راګرځیدو لپاره چمتو کړی .

د افغانستان د ژغورنی او ملي مقاومت شورا د وروستیو پېښو د شهیدانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي او دجنت رضوان د پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې او بشپړې روغتیا هیله کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟