جستجو
Close this search box.
Journalists Day

د سلواغې ۲۷مه د ژورنالیستانو ملي ورځ یو ځل بیا په داسې حال کې رارسیږي چې له بده مرغه د بیان ازادي، د رسنیو ازادي او د ازادو اطلاعاتو رسول زموږ په هیواد کې په بشپړه توګه خپل مفهوم له لاسه ورکړی او موږ د افغانستان د تاریخ په تور پړاو کې یو.

 

افغانستان چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د سیمې د نورو هېوادونو او ګاونډیانو په پرتله د اطلاعاتو او بیان د ازادۍ په ډګر کې د پام وړ پرمختګ کړی، له بده مرغه د طالبانو په واکمنۍ کې د بیان ازادي بېرته صفر ته راګرځېدلې او اوسنۍ کړکېچونکې فضا هر ډول ساه ایستلې ده، په ځانګړې توګه له رسنیو څخه. په داسې حال کې چې درې کاله وړاندې په افغانستان کې ګڼ شمېر ویډیويي، غږیزې او چاپي رسنۍ په ازاده توګه فعالیت درلود، اوس یوازې څو محدودې رسنۍ فعالیت کوي چې د هېواد تریخ حقیقتونه نه شي بیانولی.

 

په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان د رسنیو او ځوان نسل د پوهاوی  او خبرتیا په برخه کې ډېر فعال وو، چه غوڅ اکثریت یی بهر ته کډه شوي او د بې ځایه او جلاوطنۍ په نړۍ کې ژوند کوي، چې دا د افغانستان د پرمختګ او ترقۍ دپاره لوی ګوزار دی.

د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مقاومت شورا د خبریالانو د ملي ورځې د رارسیدو په مناسبت ټولو خبریالانو او رسنیو ته مبارکي وایي او هیله لري چې هیواد مو یو ځل بیا د رسنیو د شتون او د ازادو رسنیو د ودې شاهد وي.

که څه هم د طالبانو سخت دریځې ډلې اوس د هر ډول اطلاعاتو او ازادو خبرونو لاره بنده کړې ده، خو هیله لرو چې د رسنیو او ازادو رسنیو خلک افغانستان هېر نه کړي او د مخابراتو او ټکنالوژۍ د زمانی د اسانتیاوو څخه په استفادی افغانستان هیر نکړی  او انساني داستانونه ژوندي وساتئ او وړیا او بې پرې معلومات د خپل مسلکي کار بېلګه وګرځوئ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟