د لوی خدای په ستر نامه
له بده مرغه د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د ځمکې ښویدنې په پایله کې یو شمېر اوسېدونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د یو شمېر اوسېدونکو په ټپي کېدو سربېره د استوګنې یو شمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د دې پېښې په رامنځته کېدو خواشیني څرګندوي، د نورستان له ګرانو خلکو سره په غم کې ځان شریک ګڼي او له کورنیو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي چې د یادو سیمو له خلکو سره مرسته وکړي.
د دې پېښې شهیدانو ته جنت فردوس، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د روغتیا هیله کوو.