جستجو
Close this search box.
ذخایر ارزی افغانستان

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا په دې باور ده، چې د افغانستان د بهرنیو اسعارو زیرمې د هېواد په خلکو پورې اړه لري او باید د افغانستان دخلګو دزخمونو مرحم شی، نه دا چې پدی زیرمه یوه افراطي ډله په تروریستي چلند سره غوړه اوچاغه شی. له بلې خوا د افغانستان لپاره د اعتماد صندوق جوړېدل د پولي او مالي ثبات د ټینګښت، له اقتصادي بحران سره د مبارزې او په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه والي په هدف جوړ شوي ده، خو له دې امله دا بنسټ قانوني حیثیت نه لري او د صلاح له مقامه د دغې ادارې یو شمېر غړي د افغانستان د بهرنیو اسعارو له زېرمو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د لارو چارو په اړه جدي اندېښنې وجود لري.

1. د کوم میکانیزم له مخې او د چا له خوا د دې سازمان غړي د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو په اړه د پریکړې لپاره ټاکل شویدی؟
2. په تېره میاشت کې د امریکا د کانګرس د یوه غړي براین ماسټ د څرګندونو ګڼ شمېر راپورونه د دې ادارې د یوه غړي د تحصیلي اسنادو په جعل کولو ټینګار کوي. د داسې ځانګړنو لرونکی خلک څنګه د افغانستان د خلکو لپاره د باور وړ او خواخوږي کېدای شي؟
3. د بریښنا د بیلونو د ادا کولو او د پاسپورټونو د چاپ او دې ته ورته قضیو لپاره د بهرنیو اسعارو د زیرمو کارول اساسا د بانکدارۍ قانون خلاف کار دی او د طالبانو ډلې د جیب ډکیدو او فساد لپاره اساس چمتو کوي.
4. د مرکزي بانک د قانون له مخې، دا اداره باید له سیاسي پلوه خپلواکه وي. خو اوس چې دا بانک د طالبانو له خوا رهبري کیږي چې د ملګرو ملتونو له خوا د تروریستي فعالیتونو په جرم باندی بندیز لګول شوی دی، بیا څنګه دا تمه کیدای شی چې له دې زیرمو څخه به ناوړه ګټه نه پورته کیږی؟

افغانستان د ژغورنې لپاره د ملی مقاومت شورا ټینګار کوي چې د بهرنیو اسعارو زیرمې په افغانانو پورې اړه لري او د طالبانو ظالمانه واکمني د افغانانو له مشروعیت او استازیتوب څخه بې برخې ده ، تر څو چې په ټولیز ډول یو مشروع حکومت رامنځته شوی نه وي. د افغان ولس د ارادی به غیر هیڅ ډله د افغانستان دبهرنیو اسعارو د زیرمو دتصمیم نیولو صلاحیت او واک نه لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟