د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا په هرات ولایت کې د یو شمېر ښځو او نجونو نیول او د ښاریانو د سولهییزو اعتراضونو پر وړاندې زورزیاتی او جبري چلند په کلکو ټکو غندي، او دا کړنې د انساني کرامت، د وګړو د اساسي حقونو او د افغانستان د خلکو د بنسټیزو آزادیو څرګند نقض بولي.
په هرات کې وروستۍ پېښې یو ځل بیا د هغو سیاستونو او کړنلارو دوام څرګندوي چې د هېوادوالو، په ځانګړې توګه د ښځو، د اساسي حقونو او آزادیو د محدودېدو سبب شوي او په افغانستان کې یې د بشري حقونو او مدني آزادیو د وضعیت په اړه اندېښنې لا زیاتې کړې دي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا ټینګار کوي چې له امنیت، آزادۍ، انساني کرامت، ټولنیز ګډون او د خپلو غوښتنو له سولهییز بیان څخه برخمنېدل د افغانستان د ټولو وګړو مسلم او نه انکارېدونکي حقوق دي. د مدني غوښتنو پر وړاندې زورزیاتی او پر ښځو د مخ پر زیاتېدو محدودیتونو لګول نه یوازې له انساني او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي، بلکې د ثبات، ملي یووالي او د عدالت او پراخ مشارکت پر بنسټ د راتلونکي د رامنځته کولو بهیر هم له جدي ننګونو سره مخ کوي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا له ښځو، ځوانانو او د هېواد له ټولو آزادۍپالو وګړو سره خپل پیوستون څرګندوي او د افغانستان د خلکو اساسي حقونو ته د درناوي او په ټولنیزو، فرهنګي او سیاسي برخو کې د ټولو وګړو د برابر او اغېزمن حضور د زمینې پر برابرولو ټینګار کوي.
موږ له ملل متحد د بشري حقونو له نړیوالو ملاتړو بنسټونو، د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې په افغانستان کې روان وضعیت او د وګړو، په ځانګړې توګه د ښځو، د اساسي حقونو او آزادیو دوامداره نقض ته جدي پاملرنه وکړي، مسؤلانه او اغېزمن اقدامات ترسره کړي او د افغانستان د خلکو د مشروع حقونو د ملاتړ په برخه کې لا فعال رول ولوبوي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا یو ځل بیا ټینګار کوي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله، سیاسي ثبات او یو خوندي او باثباته راتلونکی یوازې د خلکو ارادې ته د درناوي، د عدالت د تأمین، د وګړو د اساسي حقونو د رعایت او د ټولنې د ټولو قومونو او قشرونو د پراخ او هر اړخیز ګډون له لارې شونی دی.
