دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالی شورا
شنبه 21 سنبله 1405
جستجو
Close this search box.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د ژور مسؤلیت او جدي اندېښنې په احساس سره په هېواد کې روان بدلونونه او پېښې په دقت څاري. هغه څه چې په وروستیو ورځو کې د دیني او علمي مرکزونو، استوګنیزو ښارګوټو او رسنیو په تړاو رامنځته شوي، د جدي اندېښنې وړ دي او په اسانۍ ترې سترګې نه شي پټېدای. د ټولنې د یوې برخې، په ځانګړې توګه د دیني مدرسو او علمي او دیني مرکزونو محاصره او ورسره جبري چلند، یوازې د یوې ادارې د فعالیت محدودول یا د یوې ودانۍ تړل نه دي؛ بلکې دا په مستقیم ډول د زرګونو کورنیو پر ژوند او د هېواد د ځوان نسل پر راتلونکي اغېز کوي.

د خاتم‌النبیین علمیه حوزه د زرګونو کورنیو او ځوانانو لپاره یوازې یوه ودانۍ نه ده، بلکې یو علمي، دیني او ټولنیز مرکز دی چې له کلونو راهیسې پکې فعالیتونه ترسره شوي دي. که د دې مرکز د ځمکې، ملکیت یا بلې اړوندې حقوقي موضوع په اړه کومه شخړه موجوده وي، د حل سمه لار یې عدلي او قضایي مراجعو ته مراجعه او د عادلانه قانوني پړاوونو طی کول دي، نه محاصره، جبري چلند او د خلکو ترمنځ د وېرې او اندېښنې فضا رامنځته کول.

همدا موضوع په کابل کې د امید سبز ښارګوټي، په هرات کې د جبریل ښارګوټي او په مزارشریف کې د خالد ابن ولید ښارګوټي په ګډون د استوګنیزو ښارګوټو په اړه هم صدق کوي. په دغو ښارګوټو کې زرګونه کورنۍ ژوند کوي او کورونه یې د کلونو د هڅو او زحمتونو پایله ده. د دغو کورنیو برخلیک د یوې اداري پرېکړې یا د یوه شخص د امر له مخې له پامه نه شي غورځېدای. د ځمکې او ملکیت پر سر هر ډول شخړه باید د قانون له لارې او د اوسېدونکو د حقونو په رعایت سره حل او فصل شي.

له بلې خوا، پر رسنیو د فشار دوام، د خبریالانو د فعالیتونو محدودول او د رسنیو تړل هم د منلو وړ نه دي. رسنۍ د ټولنیز ژوند یوه مهمه برخه او د خلکو د غږ د انعکاس یوه وسیله ده. د رسنیزو فعالیتونو مخنیوی او له خبریالانو سره د هغوی د مسلکي دندې د ترسره کولو له امله چلند، د بیان د ازادۍ له منل شویو اصولو او د خلکو له اساسي حقونو سره په ټکر کې دی. د راه فردا، تمدن او شمشاد تلویزیونونو تړل د ټولنې د یوې برخې د غږ د خاموشولو په معنا دي.

کله چې دا ټولې پېښې د یو بل ترڅنګ وکتل شي، طبیعي ده چې خلک احساس وکړي چې د هغوی د ژوند، ټولنیزو، مذهبي، علمي او رسنیزو فعالیتونو فضا ورځ تر بلې محدودېږي. افغانستان په اوسنیو شرایطو کې تر بل هر وخت زیات باور او ارامتیا ته اړتیا لري. دا باور هغه مهال رامنځته کېږي چې خلک ډاډمن وي چې کورونه او ملکیتونه یې خوندي دي، ښوونیز او دیني مرکزونه یې له قانوني دلیل پرته نه تړل کېږي، او خبریالان او رسنۍ د خپلو دندو د ترسره کولو له امله له ګواښ، فشار او نیولو سره نه مخ کېږي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا ټینګار کوي چې افغانستان د دې هېواد د ټولو خلکو ګډ کور دی. اوزبیک، تاجیک، هزاره، پښتون او د افغانستان نور قومونه، که شیعه دي، که سني او یا د نورو مذهبونو پیروان، حق لري چې د خپل هویت، کرامت او باورونو په ساتلو سره د یو بل ترڅنګ او له برابرو حقونو سره ژوند وکړي. تلپاتې یووالی او ثبات یوازې هغه وخت ممکن دی چې عدالت د ټولو لپاره وي او د هېڅ ډلې او وګړي حقونه د قومیت، مذهب یا هویت له امله له پامه ونه غورځول شي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا یو ځل بیا له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غواړي چې د دې وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو او وسیلو په کارولو سره د طالبانو ډله د خلکو د حقونو رعایت ته اړ کړي. جبري چلندونه او د وګړو ترمنځ د وېرې د فضا رامنځته کول باید ودرول شي. خبریالان او د رسنیو مسؤلین باید له روښانه تور او قانوني پړاوونو پرته ونه نیول شي، او د رسنیو فعالیت باید د بیان د ازادۍ د حق په رعایت سره تضمین شي.

موږ همدارنګه د طالبانو ډلې ته خبرداری ورکوو چې له محدودوونکو سیاستونو او د تعصب او فشار پر بنسټ له چلندونو لاس واخلي. افغانستان د زور او د ټولنې د یوې برخې په حذفولو سره ثبات ته نه شي رسېدای. د دغه ډول تګلارې دوام یوازې واټنونه زیاتوي او هېواد به د لا ژورو بحرانونو پر لور بوځي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا ټینګار کوي چې د خلکو غږ د یوې دروازې په تړلو، د یوې ودانۍ په مهر او لاک کولو یا د یوې رسنۍ په بندولو نه شي خاموشېدای. د عدالت، امنیت، ازادۍ او باعزته ژوند لپاره د خلکو غوښتنې په داسې اقداماتو له منځه نه ځي.

موږ باور لرو چې افغانستان به هغه وخت د ابادۍ، ثبات او ارامتیا پر لور حرکت وکړي چې هېڅ وګړی د خپل کور، ملکیت، مذهب، هویت، ښوونځي، دیني حوزې یا خپل غږ په اړه د وېرې احساس ونه کړي، او د افغانستان ټول خلک له برابرو حقونو او د عزتمند ژوند له فرصتونو څخه برخمن وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *