جستجو
Close this search box.

د لوی او مهربان خدای په ستر نامه

درې کاله وړاندې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د استازي او د طالبانو د ډلې د استازي تر منځ د “افغانستان د سولې د راوستلو تړون” په نوم هوکړه لاسلیک شوه.

د دوحې تړون د افغانانو د ارادې او مشروع غوښتنو له پامه غورځولو له امله د یوې وسله والې، افراطي او مطلق العنانه واکمنې ډلې د تسلط لپاره لاره هواره کړه او افغانستان یې د جګړو، بې وزلۍ، بېکارۍ، بې ثباتۍ او تشدد په یوه ناورین کې دتاوتریخوالی او جګړو په دوام کی ډوب کړ.

دغه راز دغه هوکړه ليک په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې د نظم د نسکورېدو بنسټ برابر کړ، چې په تېرو شلو کلونو کې د پرمختګ، د ډيموکراسۍ پر بنسټ د حکومتوالۍ، مدني ټولنې، د رسنيو د ازادۍ، بنسټيزو برخو کې پرمختګونه شوي دي. د اتباعو حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د بشپړې تباهۍ په درشل کې دي. د قومي، ژبني او مذهبي تاو تريخوالي، د هېوادوالو روحي او فزيکي شکنجو، د پخوانيو امنيتي ځواکونو هدفي وژنو ته په کتو هېواد په زياتېدونکي ډول د تروريزم، افراطيت او د تباهۍ او جبر د فضا د رامنځته کېدو په ډګر بدل شوی دی.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا په دې باور ده چې د دوحې تړون یو ناکامه نوښت و چې حتی دواړو لاسلیک کوونکو هم دراوسه په هغه عمل ندی کړی او نه یوازې دا چې د سولې په ټینګښت کې یې مرسته نه ده کړې، بلکه دافغانستان څلویښت کلنه جګړه یی د افراطیت او تروریزم دزیاتیدو ویو نوی بحران ته داخله کړل

د مقاومت ملي شورا د دوحې د موافقې په لغوه کیدو باندې په ټینګار سره یادونه وکړه چې د افغانستان خلک د امریکا د متحدو ایالتونو په شمول له نړیوالې ټولنې څخه هیله لري چې د تلپاتې سولې د تامین لپاره د هغوي د مبارزې او د عدالت غوښتنې په هلوځلو کښې د هغوي ملاتړ وکړي. د ځان بسیاینې، بنسټیزو او بشري حقونو، او بریا ته. له افراطیت سره د مبارزې او د تروریزم د خپریدو له خطر سره د ګډ نړیوال ګواښ په توګه او په پای کې د خلکو د رایو پر بنسټ د یوه مشروع سیاسي نظام رامنځ ته کول، تر څو د افغانستان سربیره د سیمې او نړۍ لپاره د یوه سوله ییز ګډ راتلونکي شاهدان واوسو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟