له ملګرو ملتونو څخه د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملی مقاومت شورا او د دغه سازمان د ۲۷۲۱ پریکړه لیک د صادرولو لپاره چې د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۲۹ نیټه د افغانستان په چارو کې د دغه سازمان د لوړ پوړي همغږي کوونکي د وړاندیز په اساس تصویب شو او افغانستان یې د ملګروملتونو په سازمان کی دجهانی توجه دلیست په سر کې ځای کړ. د نړیوالې ټولنې پام ځانته راواړوي.
افغانستان په ژور بشري، دبشر دحقونو تقض ، اقتصادي او سیاسي بحران کې ژوند کوي. د سیاسي مشروعیت نشتوالی، د فقر خپرېدل، له ازادۍ څخه محرومیت، بېکاري او لوږه چې د یوې ژورې انساني غمیزې لامل شوې، له ټولنې څخه د ښځو بشپړ وتل اوپه جبر بندیکول، د ملکي ځواکونو هدفي وژنې، په شمول د ښځو جنګیالیو او مدني فعالانو، د رسنیو، ژورنالیستانو او مدني ټولنې لپاره د زړه بوږونکی فضا رامینځته کول، د ترهګرو ډلو ملاتړ او پیاوړتیا، او تر ټولو مهم د افراطیت پیاوړتیا او د نړیوالو ترهګرو په خوندي پټنځای بدلول او د سیمه ایز او نړیوال امنیت لپاره احتمالي ګواښ. چې له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د انزوا لامل شوی، دا یو له هغو مهمو مسلو څخه دی چې د طالبانو تر نامعقول واک لاندې دی چې د ملي مقاومت شورا په پرله پسې توګه په هرو یادو شویو قضیو کې خپله اندیښنه څرګنده کړې ده. اوجهان یی له بدو پایلو با خبره کړی دی.
د ملګرو ملتونو له هڅو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې، د دغه سازمان د لوړپوړي خبریال ښاغلي ریچارډ بینیټ لخوا د بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه د مستند راپورونو چمتو کول او د هڅو، مشورو او راپورونو چمتو کولو پر بنسټ د ګټورو وړاندیزونو وړاندې کول. د افغانستان په چارو کې د دغه سازمان د لوړ پوړي همغږي کوونکي له خوا د افغانستان د عینی واقعیتو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي پریکړه لیک په اړه د ملي مقاومت د شورا دریځونه په لاندې ډول اعلانیږي:
لومړی: د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملی مقاومت شورا د ښاغلي فریدون سنیرلر اوغلو هلی ځلی، په افغانستان کې د وضعیت د بدلون لپاره د نړیوالې ټولنې د هوډ او د دغه پریکړه لیک بنسټیزو اهدافو د تطبیق لپاره د مهال ویش د ټاکلو ستاینه کوي. او هیله لري چې د هغې پایلې به هم افغانستان د خلکو په ګټو، د یوه هر اړخیز حقوقي نظام په رامنځته کولو او د خلکو له ارادې څخه رامنځته شوی او عادلانه سولی په تامین د عدالت او دايمي ثبات.په تامینولو تمرکز وکړی.
دویم: د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل یو له هغو شیانو څخه دی چې په دې پریکړه لیک کې په پام کې نیول شوي، چې د ملي مقاومت شورا یی په خپل سیاسي پلان کې هم غوښتنه کړې وه او د دې باور پر بنسټ چې د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره هراړخیز سیاسي میکانیزم ته اړتیا ده. له بلې خوا د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان په مسله کې د ټولو ښکېلو خواوو څخه د یو شان ذهنیت او فعال ګډون غوښتنه کوي، له دې سازمان څخه غواړي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ټاکلو کې زیاته پاملرنه وکړي. هغه څوک چې ټاکل شوی وي د افغانستان له حالاتو، اوسني بحران سره اشنا وي، د کړکیچ له ریښو او هغه دعواملو سره اشنا وي چې پر وضعیت پوره اغیز ولری او دوسیې یې په پوره بې طرفۍ تعقیب کړی.
درېيم: د افغانستان د ژغورنې لپاره دملي مقاومت شورا د دغه پرېکړه ليک بنسټيزو موخو ته د رسېدو لپاره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو هېوادونو ترمنځ دلا زياتې اغېزمنې همغږۍ او متقابلې همکارۍ ته اړتيا لري.
څلورم: له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان انزوا نړۍ ته زموږ د خاورې سخت دریځه څېره په ډاګه کړیده، چې د واکمنې ډلې د غیر انساني چلند او د بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې ده. نو له همدې امله د افغانستان لپاره دا شونې ده چې د قانون په چوکاټ کې د افغانانو په خوښه د یوه جامع او ټول شموله حکومت په شتون کې د نړیوالې ټولنې سره یو ځای شي او د هر ډول ټول شموله سیاسي بهیر څخه چې د قانون په چوکاټ کی د حاکمیت لامل کیږي د ملی مقاومت د شورا دهر ډول عادلانه سولې، د ولس د ارادې پر بنسټ د یوه ټول شموله نظام د رامنځته کېدو سبب کیږی دهغی پروسی دتحقق قوی حمایت کوی .
پنځم: بشري حقونه، په ځانګړې توګه د نجونو حقونه او له زده کړو څخه د هغوی محرومیت؛ له ټولنې څخه د هغوی بشپړ ایستل او په پای کې د جنسیتي تبعیض عملونه، د پخوانیو امنیتي ځواکونو، مدني فعالانو، علماوو او د شیعه او اسماعیلي مذهبونو د پیروانو زنداني کول، ځورول او وژل هغه ظلمونه دي چې د طالبانو ډلې د ټولو معیارونو خلاف ترسره کړي دي. بشري حقونه او د يادو قضيو ختمول، لکه څنګه چې د دې شورا د لارې نقشې په توګه له بحران څخه د هېواد د ژغورلو په پلان کې يادونه شوې، د اوسني حالت بدلون ته اړتيا لري، چې له نېکه مرغه د ملګرو ملتونو په پرېکړه ليک کې ورته اشاره شوې ده.
شپږم: په افغانستان کې روان بشري ناورین د نړیوالې ټولنې بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري او د ملی مقاومت شورا د مرستو د اړتیا د هرکلي په ترڅ کې غوښتنه کوي چې ددغو مرستو دشفاف او عادلانه ویش په موخه دیو خپلواک مدیریت دمیتود په توسط نظارت وشی.