جستجو
Close this search box.
پذیرش اعتماد نامه سفیر طالبان برای چین

پرون د چین ولسمشر په دغه هېواد کې د طالبانو د ډلې د استازي او سفیر بلال کریمي باور لیک ومانه او په دې اقدام سره یې ټول نړیوال قوانین، دیپلوماتیکي دودونه او مشروع نړیوالې اړیکې تر پوښتنې لاندې راوستې.

‎د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا په داسې حال کې چې دغه کړنه یو غیر ډیپلوماټیک چلند، خوشبینانه تعامل او د قانون د حاکمیت د اصولو د نقض په توګه ګڼي، د افغانستان د راتلونکي لپاره د دغه اقدام د هر ډول پایلو په اړه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابیدو په اړه اندیښنه څرګندوي.

‎د افغانستان په ګاونډ کې د چین هیواد پ

‎داسې حال کې چې د افغانستان او خلکو برخلیک د یوې استبدادي، جنایتکارې او د ترورېزم د ملاتړې ډلې تر ظالمانه کنټرول لاندې دی، دغه غیر دودیز دیپلوماتیک اقدام ته مخه کړې ده. هغه ناقانونه تسلط چې اوس مهال په افغانستان کې د۲۲ ترهګرو ډلو ملاتړ او کوربه توب کوي هیڅ قانوني بنسټ نه لري او هر ډول همکاري په ځانګړې توګه د ډیپلوماټیکو تعاملاتو په کچه د هغوی د استازو منل غیرمعمولي، د اصولو خلاف او په عین حال کې دتروریزم د ودی او صادرولو لپاره هڅول کیږی. چې زیان یې یوازې په افغانستان پورې محدود نه دی.

‎د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاوم شورا په داسې حال کې چې د چین وروستي اقدام د افغانانو د ارادې، دغوښتنو او ګټو خلاف بولی، د نړۍ له هېوادونو او ملګرو ملتونو غوښتي چه په افغانستان کې د نظام  نشنوالی او قانونی حکومتدارۍ دعدم موجودیت له امله دطالبانو دنمابنده ګانو ته ډیبلوماتیکو چارو دندی سپارل په ځانګړي ډول د قانون له لارې د یوه مشروع حکومت تر جوړېدو پورې باید دطالبانو له ډیپلوماټیکو چارو څخه ډډه وکړي او د داسې خوشبینانه تعاملاتو پر ځای باید د یوه جامع حکومت له لارې د یوه مشروع حکومت د جوړولو له بهیر سره مرسته وکړي. او بوه ملي پروسه چې د اوسني وضعیت د بدلون او د ډیموکراسۍ د راستنیدو لامل شي، کومک وکړی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟