جستجو
Close this search box.
نشست شورای امنیت دسمبر 2023

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۹مه جوړه شوه او نړیوالې ټولنې یو ځل بیا په متفقه توګه او د افغانستان په خاوره کې د تروریستي ډلو د موجودیت له امله د امنیتي ګواښونو موجودیت په رسمیت وپېژندل. طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو پراخې سرغړونې، په ځانګړې توګه د افغان مېرمنو محرومول  او خپلسري نیول، د مدني فعالانو او همدارنګه د پخواني حکومت امنیتي ځواکونو شکنجه او وژل، بشري ناورین او په افغانستان کې پراخې بې وزلۍ  باندی خپله اندېښنه څرګنده کړه. دغه راز د غونډې یو شمیر ګډونوالو یو ځل بیا په دې برخه کې د یوه روښانه او شفاف میکانیزم له وړاندې کولو پرته له طالبانو سره د خبرو په دوام ټینګار وکړ.

د افغانستان ژغورنې لپاره د ملی مقاومت  شورا افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړې پاملرنې او د دغه سازمان د دوامداره هڅو هرکلی او قدرداني کوي او وايي، دغه شورا له پیله په دې باور وه چې نړیواله ټولنه به د ملګرو ملتونو پر مرکزیت متمرکزه وي. افغان ولس ته له بحرانه څخه د موجوده رنځونو  او کړاونو چه پکښی قرار لری نجات ورکړی . اوس ټولو ته څرګنده ده چې د طالبانو ډله د ملګرو ملتونو په منشور او نورو نړیوالو قوانینو کې په کوم ارزښتونو باور نه لري او یوازې د خپلې ناروا واکمنۍ د دوام فکر کوي. په سیمه کې وروستۍ پېښې او په ځینو ګاونډیو هېوادونو کې ترهګریز بریدونه پر داسې یوې ډلې د باور پایله ده چې د ترهګرۍ بڼه لری. له همدې امله یو ځل بیا د سیمې او نړۍ له هېوادونو او په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوو چې له اوسني وضعیت څخه د افغانستان د خلکو د خلاصون لپاره نور جدي ګامونه پورته کړي.

زموږ له نظره، د افغانستان د خلکو د ژغورنې یوازینۍ لار دا ده چې طالبان دې ته اړ کړي چې د خلکو د حقونو او بشري ارزښتونو او نړیوالو کنوانسیونونو غوښتنو ته غاړه کېږدي او د افغانانو د ارادې پر بنسټ یو ټول شموله، قانوني حکومت جوړ کړي. د ښځو په وړاندې توکمونو او مذهبونو، مدني او رسنیو فعالینو په وړاندې په اوسني غیرقانوني تسلط کې د هر ډول تبعیض او ظلم له منځه وړل.

لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو په راپورونو کې ویل شوي، په افغانستان کې میلیونونه خلک بشري او خوراکي مرستو ته بیړنۍ اړتیا لري. دا اړتیا په ځانګړې توګه اوس احساس کیږي چې د ژمي موسم دی او د هر وخت څخه ډیر دی. له بده مرغه د طالبانو ډله د دې اړتیا د پوره کولو توان او اراده نه لري. له همدې امله موږ له ملګرو ملتونو او د هغې له اړوندو سازمانونو څخه چې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د زیاتولو په برخه کې کار کوي، غوښتنه کوو چې داسې میکانیزمونه پیل کړي چې د طالبانو ډلې او  غړي د پخوا په څیر له دې مرستو څخه د بشر ضد اعمالو اویا د ځان دګټی اخیستنی لپاره کار وانخلي.

د ملي مقاومت شورا له ملګرو ملتونو د سازمانه غواړي چې د افغانستان د کړکېچ د سیاسي حل لارې ژر تر ژره پیل او اداره کړي، څو د افراطیت د خپرېدو مخه ونیول شي او افغانستان وژغورل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟