جستجو
Close this search box.
تنش بین ایران و پاکستان -

د لوی او مهربان خدای په ستر نامه

‎د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملی مقاومت شورا د دوو وروڼو او ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له امله سخت متأثره  شوې ده.

موږ باوري یو چې د کړکېچ زیاتېدل او د پوځي ځواک کارول د دواړو خواوو په ګټه نه دي، بلکې د سیمې امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کوي ، د افغانستان خلکو دبل هر هیواد په پرتله د ناامنۍ او بې ثباتۍ ترخه تجربه عملی لیدلی ده اوددی حالت درک په پوره ډول کولای سی.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملی مقاومت شورا د دواړو ګاونډیو هېوادونو له مشرانو څخه غوښتنه کوی چه د زغم، دقت، او ورورګلوۍ په احساس او د دیني، کلتوري او ټولنیزو مشترکاتو په پام کې نیولو سره و دې مسئلې ته د پای ټکی کېږدي. دغه شورا هیله منده ده چې د دواړو هېوادونو د خلکو او په ورته وخت کې چه د سیمې امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ نشي، د خبرو او متقابلو همکاریو له لارې دغه شخړه هواره شي.

په ورته وخت کې، ایران او پاکستان دواړه په افغانستان کی د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ترهګرۍ تر ګواښ لاندې دي او له یو بل سره د تشنج پرځای باید له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ګډ ګامونه پورته کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟