دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالی شورا
شنبه 30 عقرب 1405
جستجو
Close this search box.
NRC of Afghnaistna Logo

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده وروستۍڅرګندونې، چې په هغو کې یې سیاسي مخالفین هېواد ته بېرته راستنېدو ته رابللي او په حکومتي څوکیوکې یې د هغوی ګومارنه د افرادو د «وړتیا او اهلیت» په اړه د طالبانو له تشخیص او ارزونې سرهمشروطه کړې ده، په دقت سره څېړلې او په دې اړه خپل دریځ په لاندې ډول اعلانوي:

د ملي مقاومت عالي شورا ټینګار کوي چې د دې شورا سیاسي مبارزه او هڅې هېڅکله د څوکیو د ترلاسهکولو، په واک کې د ونډې غوښتلو او یا د حکومتي مقامونو د وېش لپاره نه وې او نه دي. حکومتي څوکۍد هېڅ فرد یا ډلې شخصي ملکیت نه دی، بلکې سیاسي واک د افغانستان د خلکو مسلم حق دی. د هرنظام مشروعیت یوازې د خلکو له آزادې ارادې او د یوه ملي، قانوني او ولسواک بهیر له لارې ترلاسهکېدای شي.

د ملي مقاومت عالي شورا موخه د ملي ارزښتونو ساتنه، د قانون حاکمیت، د عدالت ټینګښت، د هېواد دخپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا خوندي کول، د اتباعو د اساسي حقونو او آزادیو دفاع او د هېواد د سیاسيبرخلیک په ټاکلو کې د ټولو قومونو، مذهبونو، ښځو، ځوانانو او د ټولنې د نورو قشرونو د برابر ګډونتضمین دی. له همدې امله، موږ د داسې ملي، ټولشموله او مانا لرونکو خبرو اترو له لارې خلکو ته دسیاسي واک د بېرته سپارلو غوښتونکي یو، چې پایله یې د یوه مشروع او ځواب ویونکي نظام رامنځتهکېدل وي.

د طالبانو د مشر وروستۍ څرګندونې ښيي چې دې ډلې له پنځو کلونو انحصاري واکمنۍ وروسته داواقعیت درک کړی، چې په کور دننه او بهر کې د مشروعیت له جدي بحران سره مخ ده. تجربو هم ثابتهکړې چې د خلکو له ارادې پرته، د افغانستان د قومي، مذهبي او سیاسي تنوع له منلو او له ملي او نړیوالمشروعیت څخه له برخمنېدو پرته، د هېڅ حکومت دوام ممکن نه دی.

د ملي مقاومت عالي شورا له نظره، د افغانستان روان کړکېچ د طالبانو له خوا د حکومتي څوکیو پهوېشلو، په ځانګړې توګه د دې ډلې د خپلې خوښې او د افرادو د «اهلیت او وړتیا» د ارزونې پر بنسټ، نهشي حل کېدای؛ ځکه دا ډول چلند لا هم د واک د انحصار د دوام او سیاسي اقتدار ته د شخصي ملکیتپه سترګه د کتلو څرګندونه کوي. له دې کړکېچ څخه د وتلو یوازینۍ لار د واک انحصار ته د پای ټکياېښودل، د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د یوه ملي بهیر په چوکاټ کې د رښتینو او مانا لرونکو خبرو اتروپیلول او د حاکمیت د حق بېرته خلکو ته سپارل دي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا یو ځل بیا ټینګار کوي چې تلپاتې سوله او ثباتیوازې د ټولو هېوادوالو په رښتیني او له هر ډول تبعیض پرته ګډون، او د داسې نظام په رامنځته کېدوسره تحقق موندلی شي، چې د قانون، عدالت، سیاسي او ټولنیز کثرت‌پالنې، بشري حقونو ته د درناوي اود ملت د ارادې پر بنسټ ولاړ وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *