جستجو
Close this search box.
Badkhshan People

طالب ځواکونو د جمعې د لمانځه له موقع څخه په استفادې سره چې نارینه  په جومات کې موجود وو، طالب ځواکونه د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ د خلکو کورونو ته ننوتل او د کوکنارو کښتونه د تخریب په بهانه دبی ګناه خلګو د ازار او تکلیف سبب شول، د دوی دغه کرغیړن عمل د خلکو غوسه راوپاروله او خلکو د خپلو حقوقو د دفاع په خاطر مظاهرې وکړې او د خلکو د شکایتونو او اعتراضونو بهیر هم د طالبانو د ډلې له خوا بند شو. چې په پایله کې یې یو شمېر مظاهره کوونکي شهیدان او ټپیان شول.

د افغانستان د ژغورنې لپاره  ملي مقاومت شورا د طالبانو له خوا د بدخشان د خلکو سره ظلم په کلکه غندي او دا په شخصي حریم برید، د خلکو پر کورونو تجاوز  زیاتې بولی او په عین حال کې جبر، ظلم، ستم او جنایت بولي.

دبدخشان خلکو هم دهېواد دنورو خلکو ترڅنګ په صداقت او زړورتيا سره دآزادۍ په مبارزه کې رغنده رول لوبولى او دخپلو حقوقو او دکورونو ساتنه يې دديني او بشري نصوصو له مخې مشروع دفاع بلل کیږی .

یقیناً طالبان به نه یوازې د خلکو په ذلیلولو او وژلو سره خپل ظالمانه اهداف ترلاسه نه کړي بلکې خلک به نور هم هوډ وکړي چې خپل مقابل کی ظلم او وحشت پای ته ورسوي.

د طالبانو د ظلم او وحشت پر وړاندې د بدخشان د خلکو پاڅون، چې د خلکو خود جوشه خوځښت دی، یقیناً په یوه ولایت پورې محدود نه دی او ډېر ژر به په ټول هېواد کې په وحشتناکه پاڅون بدل شی.

په هرځای کې د طالبانو چلند او په ځانګړې توګه په بدخشان کې وروستۍ پېښه دا په ډاګه کوي چې دغه وحشیانه جبر د کوکنارو د کښت له امله نه، بلکې د سیاسي انګېزې له مخې ترسره شوی، ځکه چې طالبان پخپله د هېواد په ډېرو سیمو کې د کوکنارو کښت ته وده ورکوي او د هغوی اقتصاد د کوکنارو د کښت پر بنسټ ولاړ دی او دا پالیسي د سیاسي موخو پر بنسټ پرمخ وړل کیږي.

طالبانو ته د ملی مقاومت د شورا پیغام دا دی چې د خپل وحشت او ظلم پر وړاندې د ولس صبر او زغم دی نه ازمایی او د ولس د اعتراض غږ دی درک کړي که نه نو په زور، وژلو، ذلیلولو او د خلکو د ارادې په غصبولو اصرار به یې ریښه او بنسټ له منځه یوسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟