جستجو
Close this search box.
اعلامیۀ شورای مقاومت ملی برای نجات افغانستان پیرامون گزارش اخیر آقای ریچارت بنت

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملی مقاومت شورا په افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت په اړه د مفصل راپور په چمتو کولو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ښاغلي ریچارډ بینیټ له هڅو او باور څخه مننه کوي.

 

ښاغلي ریچارډ بینیټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۵مه عمومي غونډه کې د افغانستان په اړه خپل دوره یي راپور وړاندې کړ.

د ښاغلي بینیټ راپور چې پخپله یې د خپل ماموریت په پیل کې ویلي وو: “د افغانستان د ښځو، نارینه وو او ماشومانو غږ پیاوړي کولو ته ژمن دی”، په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو تریخ حقیقت په ګوته کوي، چې د بنسټیزو حقونو څخه سرغړونې هم پکې شاملې دي. سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او کلتوري حقونه، د اتباعو، په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو، قومونو او مذهبونو حقونه.

د طالبانو ډلې په بې رحمۍ سره د هېوادوالو د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو، بندیکولو ، شکنجو او په خپلسري اعدامونو، د ښځو او نجونو د غږ خاموشولو، د ډله ييزو رسنيو سانسور او د جمهوري نظام له دولتي چارواکو او د بشري حقونو له مدافعينو غچ اخيستلو ته دوام ورکړی دی. طالب ډله د نړیوالو قوانینو او نړیوالو میثاقونو سره د افغانستان د ژمنو خلاف، د دوی پر ضد د مخالفت غږ دروي. لکه څنګه چې د بښنې نړیوال سازمان هم ټینګار کړی، د افغانستان خلک د طالبانو د ظلمونو او یوه بشري ناورین په منځ کې راګیر دي او دې وضعیت د ټول هېواد د وګړو روحیه سخته زیانمنه کړې ده.

د ښاغلي بینیټ راپور له معتبرو او باوري سرچینو څخه په دقت سره چمتو شوی او په ټول راپور کې یې د ښځو او نجونو د ځان وژنې د زیاتوالي په اړه چې له بده مرغه په ​​افغانستان کې یوه عادي خبره ګرځېدلې، په اړه یې مفصل تحلیل وړاندې کړی دی. په عین حال کې، د دې ډلې د بشري حقونو د جنایتونو نور تاریک کونجونه لا هم شته، چې د بیری دفضا د سختوالي له امله ورته لاسرسی ستونزمن دی او یوازې زموږ خلک یې رنځ وړی.

د معلوماتو له مخې، طالبانو په خپلو کړنو سره په تېرو دوو لسیزو کې د جنسیتي برابرۍ په برخه کې شوي پرمختګونه له منځه وړي دي.  د افغان ولس د دې نسل هیلې او آرزو ګانی چې تعلیم غواړي له خاورو سره خاورې شوې دی. د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي راپور ښيي چې د افغانستان له ټول نفوس څخه پنځه ویشت میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، چې دا په خپل ذات کې یو ناورین دی. له بلې خوا په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د حضور مخنیوی هم د دغې سخت دریځې ډلې په بوټونو کې لویه شګه ښيي.

‎د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا په داسې حال کې چې د بشري حقونو په برخه کې د ځانګړي استازي د ښو او د قدر وړ کړنو د قدردانۍ په ترڅ کې ټینګار کوي چې د ملګرو ملتونو د استازو او معتبرو نړیوالو سرچینو له خوا د وړاندې شویو راپورونو پر بنسټ طالبان یوه اصلاحي ډله نه  ده. چې له نړيوال ميکانيزم او غوښتنو سره تعامل وکولای شي  او له دې حالت څخه د وتلو لاره دا ده چې د دوحې ناکامه پروژه لغوه شي او په ورته وخت کې د ټولو په درناوي د يوې نوې هراړخيزې پروسې په پيلولو سره شته وضعيت ته بدلون ورکړي. د افغانستان ملي ، دیني او مدني برخې د ملګرو ملتونو په کومک ، اسانتیا او مدیریت سره چې د یو ټول شموله دیموکراتیک حکومت د جوړولو لامل کیږي باید د قانون پر بنسټ او د خلکو له ارادې څخه رامینځته شي.که نه نو، د دې وضعیت دوام به نه یوازې د بشري حقونو سرغړونې زیاتې کړي، چې دا به د افراطیت او تروریزم د پیاوړتیا لامل شي او سیمه ایز او نړیوال امنیت ته به ګواښ زیات کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟