جستجو
Close this search box.
روز استقلال افغانستان

د لوي او بښونکې الله په نامه

د زمری ۲۸مه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو له کلیزې سره برابره ده .دهېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو سلمه کليزه په داسې حال کې ده، چې د بهرنيانو د يوې ځیګ دریځه ډلې په واکمنۍ سره زموږ ازادي يو ځل بيا تر پوښتنې لاندې راغلې او په عملي توګه د چارو ډېره برخه د بهرنيانو له خوا اداره او رهبري کېږي.

د افغانستان خلکو له کلونو کلونو هلو ځلو وروسته د ۱۲۹۸ کال دزمری په ۲۸ نېټه خپلواکي ترلاسه کړه او هیله یې درلوده چې د خپلواکۍ په سیوري کې به یوه سالمه حکومتولي رامنځ ته شي، او ولس به وکولای شي خپلو ارمانونو ته ورسېږي، خو د ډېرو ځنډونو سره. د خپلواکی  او ثبات د ساتلو عوامل تأمین شول او افغانستان یو ځل بیا له انګریزانو وروسته د پخواني شوروي د پوځونو له خوا یرغمل شو، د افغانانو د سپیڅلي جهاد په پایله کې د ۱۳۷۱ کال د غوایې په اتمه یو ځل بیا د جهاد بریا ترلاسه شوه. د هېواد ازادي تر لاسه شوه، خو دا ځل د خپلواکۍ د مبارزو هلې ځلې هم له حادثې سره مخ شوې.

په ١٣٨٠ کال کې د طالبانو د ډلې له ړنګېدو او د جمهوري نظام له رامنځته کېدو وروسته د ازادۍ او ډيموکراسۍ فضا حاکمه شوه. او د افغانانو په زړونو کې د ښې راتلونکې هيله پيدا شوه او خلک د خپل ژوند د ښه والي په هيله خوشبين شول. که څه هم په دې موده کې ننګونې وې، خو په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه هم شوي و. خو د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمری په ۲۴مه افغانستان یو ځل بیا د ترهګری د مثلث (افغان طالبان، پاکستاني طالبان او القاعدې) تر ولکې لاندې راغی او ډېرې لاسته راوړنې یې له منځه ولاړې او بدلې شوې او ځینې یې له لاسه ورکړل.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا چې د آزادۍ په ساتنه او د عدالت د ساتلو، د یوې باثباته او متحرکې ټولنې په رامنځته کولو، د سولې او امنیت د ټینګښت، د تعلیمي نظام په ټینګښت او پیاوړتیا، اقتصادي پراختیا، د بشري حقونو د ساتنې، سیاسي  چارو په ساتنه کې ځان مکلف ګڼي. ټولنیز ګډون د کلتوري، قومي او مذهبي تنوع په ساتنه کې هیڅ ډول هڅې نه سپموي

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه چې په حقیقت کې نن ورځ روانه ده، د سیمې او نړۍ د هېوادونو لویه اشتباه او د افغانستان د ازادۍ او خپلواکۍ خلاف عمل ګڼي. په ورته وخت کې دا شورا د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کلیزې د نمانځلو او لمانځلو په ترڅ کې د ازادۍ، عدالت غوښتنې او ولسواک نظام ته د راستنېدو او د افغان ولس له ارادې سره سم د راتلونکي نظام د جوړېدو پر بنسټ خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟