جستجو
Close this search box.
روز خروج نیروهای شوروی از افغانستان

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د فبرورۍ په ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د ۳۵مې کلیزې په مناسبت د ازادۍ ورځ ولمانځله، چې د نړۍ یو له تر ټولو ځواکمن او پیاوړی پوځ څخه بلل کېدی . هغوی د هېواد د ازادۍ او خپلواکۍ دورځی په مناسیبت سره ټولو شهیدانو ته په ځانګړې توګه د افغانانو د حق دلاری  د مبارزینو او شهیدانو ته درناوی وړاندې کوي.

 

افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت په درلودلو سره د تاریخ په اوږدو کې تل د پردیو هیوادونو د مداخلو په ډګر کې پروت دی، خو د افغانستان میړني ولس تل په میړانه، غیرت، قربانۍ او په قوی ایمان سره پر ستونزو بریالي شوي دي. او استقامت او بریاوې یې ترلاسه کړې. د افغانستان د مجاهد ولس بریا او له هېواد څخه د شوروي ځواکونو وتل د یوه خراب او تور فصل پای او د هېواد په تاریخ کې د یوه نوي فصل پیلامه وه، خو له بده مرغه حالات همداسې پر مخ ولاړل. د داخلي شخړو او په هیواد کې د طالبانو په څیر د ترهګرو او افراطي ډلو د ودې لامل شول.

سږ کال یو ځل بیا افغانستان د دې نیکمرغی ورځې په رارسیدو سره ددغی ورځی استقبال کوی ، چې دا هیواد له شاوخوا دریو کلونو راهیسې د یوې افراطي ډلې تر واکمنۍ لاندې دی.. اساسي بشري حقونه په وحشتناکه توګه تر پښو لاندې شوي، شکنجه، تصفیه او پټی وژنې په بې ساري ډول دوام لري. د جنډر، توکمیز او مذهبي جلاوالی پالیسي په لویه کچه پلي کیږي.

د افغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت شورا  هیله لري او په دې لاره کې به تل هڅه کوي چې دې سترې او تاریخي ورځې ته دوام ورکړي ترڅو د هغې ورځې شاهدان واوسو چې د هیواد عزت او واکمني بیرته راوګرځی. په هیواد کې سوله، ارامي، امنیت، عدالت او ولسواکي حاکمه سی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟