جستجو
Close this search box.
سال روز دوستی افغانستان و ترکیه

یو سل درې کاله وړاندې د ۱۹۲۱ میلادي کال د مارچ په لومړۍ نېټه د افغانستان او ترکیې ترمنځ د همکارۍ او اتحاد لومړی تړون د دواړو هېوادونو د مترقی او نوښتګرو مشرانو له خوا لاسلیک شو ، له هغه وخت راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې حسنه او په بېلابېلو برخو کې د مثبتو او رغنده همکاريو پر بنسټ ولاړې دي.

 

د دواړو هېوادونو ترمنځ په اداري، ديپلوماتيکو، نظامي، اقتصادي، روغتيايي او فرهنګي برخو کې همکاري شوې ده. د افغانستان دولت او خلک د ترکیې د خلکو د ازادۍ په جګړه کې د خپلو ترکي وروڼو ترڅنګ ولاړ او د هغوی ملاتړ یې وکړ. افغانستان یو له لومړنیو هیوادونو څخه و چې د ترکیې لویه ملي شورا یې په رسمیت وپیژندله او تل یې په نړیوالو فورمونو کې د ترکیې د دوست او ورور هیواد ملاتړي  پاتې شوی دی.

 

ترکیه چې یو دوست او ورور هیواد دی، په تیرو کلونو کې یې د عصري کولو او پرمختګ په برخه کې له افغانستان سره مرسته کړې او د افغانستان د ځوان نسل لپاره د ښوونې او روزنې په برخه کې یو ډیر مناسب او غوره تعلیمی انتخاب وه، دا همکارۍ په ځانګړې توګه په افغانستان کې د جمهوري نظام په شلو کلونو کې په زړه پوری  او اغېزمنې وې.

 

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملی مقاومت شورا د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او دیپلوماتیکو اړیکو د ۱۰۳مې کلیزې د رارسېدو په مناسبت له افغانستان سره د ترکیې د حکومت او خلکو د دوامداره ملاتړ قدرداني  کوي. دغه شورا همدا راز هیله لري چې دوست او ورور هېواد ترکیه زموږ په هېواد کې وروستیو پرمختګونو او د کړکېچ د ژوروالي په پام کې نیولو سره، له بېلابېلو ډیپلوماتیکو او فرصتونو له لارې خپلې هڅې دوه چنده کړي او په اوسنی حالت کی د افغانستان له خلکو سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

 

بې له شکه چې ترکیه د سیمې او اسلامي نړۍ د یو لوی هیواد په توګه کولای شي په اوسني بهیر کې له سیاسي اړخه هم مهم رول ولوبوي او له افغان مهاجرینو سره د مرستې او د افغان ځوانانو د زده کړې په برخه کې د پخوا په پرتله زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي. له همدې امله یو ځل بیا د تیرو مرستو د قدردانۍ په ترڅ کې له خپل دوست او ورور هیواد ترکیې څخه غوښتنه کوو چې په اوسني ستونزمن حالت کې له دغه هیواد څخه د افغان مهاجرینو د ایستلو د بهیر مخه ونیسي. موږ همداراز هیله لرو چې زموږ خلک به د اسلامي او نړیوالو ارزښتونو ته ژمن او یو مشروع قانونمنده  حکومت ته په رسیدو کې له موږ سره مرسته وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟