دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالی شورا
یکشنبه 23 حمل 1405
جستجو
Close this search box.

د ملي مقاومت عالي شورا په ډېرې خواشینۍ سره، د جمعې ورځې د ماسپښین وروسته په هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ کې د یوه تفریحي ځای ته نږدې د ډزو دردناکه پېښه، چې له امله یې د هېواد یو شمېر بې‌ګناه وګړي شهیدان او ټپیان شول، په کلکه غندي او دا غمجنه فاجعه د شهیدانو درنو کورنیو، د هرات شریفو خلکو او د افغانستان ټول ملت ته په صمیمانه توګه تسلیت وايي.

عالي شورا دا غمجنې پېښه د هېواد د امنیتي او بشري اندېښمن وضعیت د دوام نښه بولي او ټینګار کوي چې د طالبانو ډلې افراطي، انحصاري او تبعیضي سیاستونه او چلندونه د تاوتریخوالي د پراخېدو او د ورته انساني فاجعو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړې ده. شورا طالبان د ناامنۍ د دوام او د ورته خونړیو پېښو د رامنځته کېدو مسؤل ګڼي او باور لري چې د دې وضعیت دوام تر ټولو زیات د بې‌دفاعه افغانانو ژوند او امنیت له ګواښ سره مخ کوي.

دا شورا همدارنګه د قومي او مذهبي تعصبونو د دوام په اړه جدي اندېښنه څرګندوي او ټینګار کوي چې دا ډول چلندونه د ملي یووالي، ټولنیز عدالت او سراسري همغږۍ له اصولو سره په ټکر کې دي او د تلپاتې ثبات او ټولشموله سولې د ترلاسه کولو پر وړاندې جدي خنډ ګڼل کېږي. افغانستان د ټولو قومونو او ټولنیزو قشرونو ګډ کور دی او د برابر حقونو تأمین او د قومي او مذهبي تنوع درناوی د یوه خوندي، باثباته او له تاوتریخوالي پاک راتلونکي لپاره بنسټیز شرط دی.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګندوي، د دې پېښې ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د عاجلې شفا غوښتنه کوي او د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو، د وګړو د امنیت د تأمین او د افغانستان د خلکو د برخلیک په اړه د مسؤلانه چلند پر اړتیا ټینګار کوي.

عالي شورا یو ځل بیا دا تاوتریخوالی عمل په کلکه غندي او هیله څرګندوي چې د افغانستان خلک د عدالت، ملي یووالي او د ټولو وګړو د حقونو د درناوي په رڼا کې د تاوتریخوالي پای او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات شاهدان شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *