دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالی شورا
پنج‌شنبه 4 سرطان 1405
جستجو
Close this search box.

بسم الله الرحمن الرحیم

د محرم لسمه، د عاشورا ورځ او د حضرت امام حسین (علیه‌السلام) او د هغه د وفادارو ملګرو د زړه‌بوږنوونکې شهادت کلیزه، د بشریت د تاریخ له سترو حماسو څخه یوه را په یادوي؛ هغه حماسه چې په کې ازادي، عزت، ایمان او د ظلم او ستم پر وړاندې مقاومت په تر ټولو ښکلي ډول نندارې ته وړاندې شول.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د دې غمجنې او په عین حال کې الهام‌بښونکې ورځې په مناسبت، د افغانستان دروند او زغمناک ولس، د شهیدانو کورنیو، د نړۍ مسلمانانو او د حق او عدالت د لارې ټولو پیروانو ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.

د عاشورا نهضت یوازې یوه تاریخي پېښه نه ده، بلکې یو تلپاتې مکتب دی چې د هغو ټولو نسلونو او ملتونو لپاره لارښوونه کوي چې د آزادۍ، انساني کرامت او عدالت په لټه کې دي. حضرت امام حسین (علیه‌السلام) د خپل ځان په قربانۍ او د خپلو ملګرو په سرښندنو نړۍ ته وښوده چې د ظلم او استبداد پر وړاندې تسلیمېدل هېڅکله د منلو وړ نه دي، او د حق او انساني ارزښتونو دفاع استقامت، سرښندنې او ایثار ته اړتیا لري.

نن ورځ د افغانستان خلک لا هم له سختو امنیتي ننګونو، اقتصادي ستونزو، پراخې بېوزلۍ، جبري کډوالۍ او ګڼو ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دي. دغه وضعیت تر بل هر وخت زیات د عاشورا له پیغام څخه د الهام اخیستلو اړتیا څرګندوي؛ هغه پیغام چې موږ د بې‌عدالتۍ پر وړاندې درېدو، د مظلومانو د ملاتړ او د عدالت او آزادۍ د تحقق لپاره هڅو ته رابولي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د ملي یووالي، همغږۍ او ملي مسؤلیت‌پالنې پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ، له اسلامي هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو له ټولو ملاتړو بنسټونو غواړي چې د افغانستان خلک په دغو سختو شرایطو کې یوازې پرېنږدي او د اتباعو د اساسي حقونو د تأمین، د تلپاتې سولې، سراسري امنیت او د روانو بحرانونو د پای ته رسولو لپاره اغېزمن او مسؤلانه اقدامات ترسره کړي.

موږ باور لرو چې د عاشورا د سپېڅلو او لوړو ارزښتونو منل او عملي کول، کولای شي په اسلامي نړۍ کې د یووالي د پیاوړتیا او د ورورولۍ او عدالت‌غوښتنې د روحیې د پراختیا زمینه برابره کړي. هیله لرو چې ګران افغانستان له کړاوونو، تاوتریخوالي او بې‌ثباتۍ څخه تېر شي او د خپلو ټولو وګړو لپاره د سولې، عدالت، ارامۍ او هوساینې ډکو ورځو د راختو شاهد وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *