د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د تلې د ۲۹مې نېټې، د ازوبیکي ژبې د ملي ورځې د رارسېدو په مناسبت، ټولو هېوادوالو، په ځانګړې توګه د افغانستان اوزبیکتوکمو وګړو، پوهانو، لیکوالانو، شاعرانو، څېړونکو، ښوونکو او د اوزبیکي ژبې او کلتور ټولو ساتونکو ته د زړه له کومې مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوي.
اوزبیکي ژبه د افغانستان له رسمي او تاریخي ریښو لرونکو ژبو څخه ده او د هېواد د تاریخي، کلتوري او تمدني هویت یوه ارزښتناکه برخه ګڼل کېږي. دې ژبې د ادبیاتو، کلتور، پوهې او د افغانستان د قومونو ترمنځ د ګډ ژوند د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لوبولی دی. د دې ژبې ساتنه، پراختیا او پالنه یو ملي او ګډ مسؤلیت دی.
افغانستان د کلتوري او ژبني تنوع خاوره ده، او دغه تنوع د بېلتون لامل نه، بلکې د بډاینې، یووالي او د ملي هویت د پیاوړتیا سرچینه ده. د ملي ژبو درناوی او د ټولو ژبو د برابرې ودې او غوړېدو لپاره د مناسبو شرایطو برابرول، د یوه عادلانه، ولسواکه او د وګړو د حقونو پر بنسټ ولاړ نظام له مهمو اړتیاوو څخه دي.
له بده مرغه، په وروستیو کلونو کې د طالبانو د ډلې انحصار غوښتونکو او تبعیضي سیاستونو د اوزبیکي ژبې په ګډون د ګڼو ملي ژبو د کلتوري، ښوونیزو او رسنیزو فعالیتونو ساحه محدوده کړې ده. د زدهکړې، خپرونو، کلتوري تولیداتو او په عامه ادارو کې د ملي ژبو د حضور د حق محدودول نه یوازې د وګړو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د ملي یووالي، ټولنیزې همغږۍ او د افغانستان کلتوري پانګې ته هم زیان رسوي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا پر دې باور ده چې تلپاتې سوله، سیاسي ثبات او ملي یووالی یوازې د عدالت، برابرۍ او د هېواد قومي، ژبني او کلتوري تنوع ته د درناوي په سیوري کې ترلاسه کېدای شي. راتلونکی افغانستان باید داسې هېواد وي چې ټول وګړي یې، پرته له هر ډول تبعیض څخه، د خپلې مورنۍ ژبې د زدهکړې، په هغې کې د ښوونې، د علمي او کلتوري اثارو د تولید او د خپلې ژبې د ازادې کارونې حق ولري.
موږ د اوزبیکي ژبې د ملي ورځې د درناوي او لمانځنې ترڅنګ، د هېواد له ټولو کلتوري، علمي او رسنیزو بنسټونو، د پوهنتونونو له استادانو او علمي شخصیتونو څخه غوښتنه کوو چې د دې ارزښتناک میراث د ساتنې، پراختیا او راتلونکو نسلونو ته د لېږد په برخه کې فعاله او مسؤلانه ونډه واخلي. د ملي ژبو ساتنه د ګډ هویت، ملي یووالي او د داسې راتلونکي ساتنه ده چې پر عدالت، ازادۍ او متقابل درناوي ولاړ وي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا یو ځل بیا د داسې نظام د رامنځته کېدو په اړه پر خپلې ژمنتیا ټینګار کوي چې د خلکو پر اراده، د قانون پر حاکمیت، عدالت، د وګړو پر برابرۍ او د اساسي حقونو او ازادیو، په ځانګړې توګه د افغانستان د ټولو قومونو د کلتوري او ژبنیو حقونو پر درناوي ولاړ وي. شورا باور لري چې تلپاتې سوله او ثبات یوازې د ټولو وګړو د برابر ګډون او د هېواد قومي، ژبني او کلتوري تنوع ته د درناوي له لارې ترلاسه کېدای شي.
