جستجو
Close this search box.

د ايټاليا په اوبو کې د مهاجرينو د کښتۍ د ډوبيدو ترخه او غمجنه پيښه چې د ماشومانو په ګډون زموږ د يو شمير ګرانو هيوادوالو د مړينې او ټپي کيدو سبب شوه د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د شورا غړي خواشيني کړي دي. د ملي مقاومت شورا د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د دغې پيښې د قربانيانو او ټپيانو ته د فردوس جنت او ټپيانو ته د تسليت مراتب وړاندې کوي او د لوى خداى ج له دربار څخه ورته د صبر او زغم غوښتنه کوي.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په دې وروستيو ورځو کې د مديترانې په سمندرګي کې د ايټاليا د کروتون ښار په څنډه کې د مهاجرينو يوه کښتۍ له يوې لوی ډبرې سره د ټکر له امله زموږ دوه ديرش تنه ګران هيوادوال مړه او ګڼ شمير نور ټپيان شول.

‎په افغانستان کې سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت د طالبانو د متحجر او نامشروع ډلې په واکمنۍ کې بدلون موندلی او د هرې ورځې په تیریدو سره نورهم کړکیچن کیږي. د طالبانو ډلې د واک په انحصارولو او له دولتي بنسټونو د زورواکۍ څخه په استفادې د خلکو او قومي، مذهبي ډلو او ښځو د ځپلو لپاره د افغانستان خلک په بې وزلۍ، سختیو او بشري ناورین کې اچولي دي. د افغانستان ناوړه وضعیت زموږ ګران هیوادوال د ښه او انساني ژوند په هیله لیری او نږدې هیوادونو ته اړ کړي دی، او په عین حال کې دا هم څرګنده ده چې له افغانستان څخه د خلکو د تیښتې د زیاتیدو سبب سویدی .د طالبانو د جاهلي ډلې د تسلط په وړاندې د دې هیواد د خلکو کرکه او نفرت د طالبانو د ځپلو په حال کې ده. وهغو ملکو ته چه په قانونی لحاظ دمهاجرت سهولتونه لری ، او لاری یی ډیری سختی دی ، نو ډېری کډوال په ځانګړې توګه افغان اتباع مجبور دي چې دغیر قانوني، او خطرناکو لارو څخه په استفاده ځانونه وباسی.
‎د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي شورا په داسې حال کې چې له نړیوالې ټولنې، د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتی چې زموږ د خلکو اوسنی کړکېچن حالت درک کړي او اړمنو مهاجرو ته د موقتې اقامت د قانون دتطبیق سهولت برابر کړی ، هیله ده چې دا تیاره پای ته ورسېږي. او تورې ورځې به ډیر ژر تیرې شي، د ګران افغانستان له اسمانه به د کړاوونو او تورې شپی لیرې شي او په هېواد کې به دېموکراسي او ولسواکي راشي، تر څو زموږ خلک د پرمختګ، سوکالۍ، سولې او ارامۍ په فضا کې ژوند وکړي اود هیوادڅخه په غیری قانونی اود خطره ډکو لاروځخه په استفاده مهاحرت ته احتیاج نسی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟