جستجو
Close this search box.

‎‎د شهیدانو او صالحینو د لوی رب په نوم

‎د افغانستان د ژغورنی لپاره دملی مقاومت شورا د شهید مولانا عبدالرحمن سیدخیلي د شهادت د ۱۲ تلین په مناسبت د هغه یاد ته درناوي او د هغه روح ته ددعا التجا کوو .

‎مولانا عبدالرحمن سیدخیلي یو زړور، هوډمن او ثابت مجاهد وو چې د خپل ولس د ارمانونو د تحقق په لاره کې یې له هیڅ ډول سرښندنو او قربانیو څخه دریغ نه دی کړی او د هیواد او خلکو د خدمت په ترڅ کې دکندز ولایت دامنیه قومندان په حیث له یوې انتحاری پیښې وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی او دشهادت مقام ته ورسیدی.

‎مولانا سیدخیلي له ځوانۍ څخه د هیواد د ازادۍ لپاره مبارزه پیل کړه او په جهاد او مقاومت کې یې د یوه زړور قومندان او د ولس خدمتګار په توګه ځلیدلی او د خپلو همزولو او همسنګرانو په منځ کې یې داسې ستر نوم درلود چې دده دا نیک شهرت به د تل لپاره د ولس په زړونو کې ژوندی وي. .

‎مولانا سیدخیلي په مهمو امنیتي لوړو وظیفو کې د مقاومت له بریا وروسته د هیواد او خلکو د امنیت په تامین کې د پام وړ رول لوبولی دی.
‎که څه هم له پیله څرګنده وه چې په تېرو شلو کلونو کې د قتلونو لړۍ د طالبانو پر وړاندې د مقاومت د ډګر د پاکولو او د دغې ډلې د سیاسي واک د بېرته راګرځولو په موخه وه او سیدخیلي یو له هغو سلګونو قوماندانانو څخه و چې د طالبانو په وړاندې یې د مقاومت د ډګر پاکول وو. د طالبانو د راستنیدو په لاره کې یو خنډ د سیاسي واک له لارې لیری کړ.

‎نن طالبانو په افغانستان کې په داسې حال کې سیاسي واک ترلاسه کړی چې په تیرو شلو کلونو کې یې له یوې خوا د DDR او دایاک په نوم مجاهدین بې وسلې کړل او له بلې خوا یې د مقاومت قوي ستنې او مجاهدین له منځه یووړل ، دوی د طالبانو بیرته راستنیدو ته لاره هواره کړه. او طالبانو بیا ځلی سیاسي واک ترلاسه کړ.

‎د ملي مقاومت شورا د مولانا عبدالرحمن سیدخیلي او نورو مشهورو او نامعلومو شهیدانو د شهادت د دوولسمې کلیزې په مناسبت د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي، د عدالت په لاره کې د دغه شهیدانو او نورو شهیدانو د سترو لاسته راوړنو قدرداني کوي. او د دوی روح اویاد ته همیشه دعا او درناوی کوی.
ومن الله التوفیق

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟