جستجو
Close this search box.

یا مقلّب القلوب والأبصار
‎یا مدبّر اللیل و النّهار
‎یا محوّل الحول و الاحوال
‎حوِّل حالنا إلی أحسنِ الحال

‎د ملی مقاومت شورا د ۱۴۰۲ هجري نوی لمریز کال په مناسبت د طبیعت د دغه سپیڅلي جشن د رارسیدو له امله د افغانستان ګرانو خلکو، د شهیدانو محترمو کورنیو او ټولو هیوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایي. د نوروز دغه تاریخي ورځ و ټولو وروڼو ولسونو ته د ازادۍ، امنیت، سولې، سوکالۍ، یووالي او ارامۍ هیله لري.

‎نږدې دوه کاله کېږي چې طالبانو د یوې پټې معاملې او نامعلومې هوکړې په پایله کې په افغانستان کې واک تر لاسه کړ او له بده مرغه په ​​دې موده کې یې په پرله پسې توګه د انحصار، استبداد، ظلم ، خپلسری او تیاره ژوند پر خلګو باندی تپلې دی. د افغانستان د خلکو برخلیک یې د یوه ظالم واکمن په توګه جوړ کړی دی. طالبان هڅه کوي چې په ښکاره دښمني او ړندې کرکې سره د افغانانو کلتوري او تاریخي ارزښتونه له منځه یوسي. د دې یو څرګند مثال د نوروز د لرغوني او نړیوال جشن د لمانځلو مخالفت او خنډ دی او د پسرلي موسم پیل او د طبیعت بیا زیږون چې خدای ج انسانانو ته په طبعت کی ډالۍ کړیدی دمنځه یوسی.

‎زموږ ګران هېواد افغانستان په تېرو دوو کلونو کې له ډېرو ننګونو، کړاوونو او ستونزو سره مخ دی. د افغانستان خلک په ټولیزه توګه او په ځانګړي ډول پخواني پوځي او دولتي کارکوونکي، خبریالان، ښځې او د ټولنې بېلابېلې طبقې د فزیکي او رواني امنیت له نشتوالي سره مخ دي. په هیواد کې د اقتصاد په نوم هیڅ شی نشته. د خوښۍ او هوس په دې ورځو کې خلک د ګلونو او شنو د بوی پر ځای د وینو د بوی احساس کوي. غریبی او فقر دخلګو روزمره ژوند ننګوی، تعلیم دورکیدو په حال کی دی ، ښځې د زده کړې او کار کولو له خپل طبیعي او بشري حق څخه بې برخې دي. له بلې خوا نړيواله ټولنه له شاوخوا شلو مياشتو راپدی خوا د افغانستان خلک يوازې د يوې وحشی او بیسوادی ډلې په لاس کې پریښی دی او هيڅ کار يې په کار نلری . له دې ټولو سره سره د هېواد د راتلونکي په اړه کومه روښنایی نه معلومیږی.
‎له يادو اندېښنو سره سره، د افغانستان د ژغورنې ملي شورا هيله لري، چې راتلونکى کال به د طالبانو له تسلط څخه د افغانستان د ژغورنې کال وي او له همدې امله يې د “دافغانستان د ژغورنې کال” دشعار په توګه وړاندې کوي، او داکال د ملی مقاوت دشورا دکال په نامه مطرح کوی .

‎ په ورته وخت کې د افغانستان د کړکېچ څخه د وتلو او د افغانستان د ستونزې د حل په موخه د ملي مقاومت شورا “ له بحران څخه د هېواد د ژغورلو پلان» تر عنوان لاندې یو هر اړخیز پلان وړاندیز کړی او له ټولو سیاسي ګوندونو او نړیوالو څخه یې غوښتي دي. چه ددی طرحی په عملی کیدو کی د افغانستان په چارو کې دخیل هیوادونه باید په عملي توګه عمل وکړي، د دې طرحې په پلي کیدو سره باید د افغانستان خلک د تباهۍ له کندې څخه وژغورل شي او په خپلو ګرانو خلکو کې د وقار احساس را ژوندی کړی.

‎د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملی مقاومت شورا د نوي کال په مناسبت له لوی خدای (ج) څخه غوښتنه کوي، تر څو په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ژوند کې د خلکو له اجتماعي ارادې څخه رښتینې سوله، ثبات او حاکمیت رامنځته شي. زموږ د خلکو لپاره د سوکالۍ او پرمختګ لاره پرانیستل شي.
‎ ومن الله التوفیق

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟