جستجو
Close this search box.

د کابل په لوېدیځ کې د کج پر ښوونیز مرکز برید چې له امله یې لسګونه بې ګناه ځوانان چې د روزنې لپاره راټول شوي وو، شهیدان او ټپیان شول، ډېر دردونکی، غمجن او پر موږ ټولو د ژورې خواشینۍ زېری دی.

دا ډول پېښې نه یوازې د پوهنې بهیر ټکنی کوي، بلکې د هېواد په زړه کې د هغو ترهګرو شتون هم په ډاګه کوي، چې په اسانۍ سره پر هر ځای برید کوي او بې ګناه خلک په نښه کوي.

له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د ټولو درواغجنو ادعاوو پر خلاف، طالبان د دوی تر واک لاندې سیمو کې د ټولو سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو اصلي ملاتړي او کوربه دی او شواهد او موندنې ښیي چې په افغانستان کې په حقیقت کې سلګونه ترهګریز ځواکونه شتون لري او فعال دي.

د کج تان په ښوونیز مرکز برید یوازینۍ پېښه نه ده چې په پرله پسې ډول رامنځته کېږي، بلکې هره ورځ د طالب ترهګرو له لوري د هدفي وژنو، اختطافونو، غلاوو، پراخ فساد او ډول ډول ظلمونو په ګډون ګڼ شمېر پېښې ترسره کېږي.

د افغانستان د نجات ملي مقاومت شورا د نننۍ پېښې د عاملینو د محاکمې په ترڅ کې د هغو کورنیو سره د خواخوږۍ مراتب څرګندوي چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.

د مقاومت ملي شورا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افراطیت، طالبانو او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د یوه بدیل پلان له جوړولو څخه ملاتړ وکړي او له طالب ترهګرې ډلې سره په تعامل چې د افغانستان د ملي ګټو خلاف او امنیت ته ګواښ دی، له سره غور وکړي.

په سیمه او نړۍ کې د یو ترهګریز حرکت په توګه چلند وشي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟