بسم الله الرحمن الرحیم
من المؤمنین رجال صدقوا ما عاهدوا الله علیه فمنهم من قضی نحبه و منهم من ینتظر و ما بدلوا تبدیلا
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د اکمل امیر، عبدالبصیر اندرابي، قربان علي بامیاني، فهیم سالنګي، برهان الدین اندرابي، عبدالصبور فاریابي او حسین سمنګاني د شهادت د لومړۍ کلیزې په مناسبت خپله خواشیني څرګنده کړه. چې د وطن د دفاع په لاره کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ او د هغوی کارنامی او يادونه يې وستايله.
شهيدان په حقيقت کې د سرښندنې او فداکارۍ هغه مثالونه دي چې تاريخ پرې وياړي. د شهيدانو د لاسته راوړنو درناوی او يادول زموږ د هېواد د نن او سبا د ويښ نسلونو لپاره يو درس دی.
زموږ خاوره چې له څلورو لسيزو څخه په زياتو جګړو کې ښکېله ده، يوې داسې ډلې ته سپارل شوې، چې د داخلي عناصرو او د هغوی د بهرنيو ملاتړو د توطيې پر بنسټ چه له ديني او انساني ارزښتونو سره سمون نه خوري. تیر دوه کاله اکمل امیر او ملګري یې د همدغې ډلې پر وړاندې د جګړې لپاره وطن ته ننوتل او له دښمن سره په مخامخ جګړه کې خپله او ملګري یې شهیدان شول.
اکمل او ملګرو یې چې د هېواد له غوره دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه شمېرل کېدل، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په چوکاټ کې له کلونو کلونو راهیسې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه دفاع کړې وه. اکمل او ملګري یې روزل شوي نظامي ځواکونه او تجربه لرونکي او پوه کدرونه وو چې ټولنه او د هیواد راتلونکی نظام ورته اړتیا درلودل، دوی کلونه کلونه روزل شوي او د خپل هیواد او خلکو د خدمت لپاره په ښه توګه روزل شوي وه، مګر د طالبانو ډلې د دوی ژوند واخیست او زموږ خاوره یې د څو تجربه لرونکو نظامي پرسونل څخه خالي کړه.
اکمل امیر او ملګرو یې د خپلو نیکونو لاره تعقیب کړه او ویښودله چې ازادي باید ترلاسه شي او د وطن ساتنه باید په خپلو وینو وشي.
د ملی مقاومت شورا د قومندان اکمل امیر او د هغه د شهیدو ملګرو د سرښندنو او بریاوو د قدردانۍ او ستاینې ترڅنګ هغوی د هیواد د ازادۍ او عدالت اتلان ګڼي او د افغانستان ټولو خلکو او د شهیدانو کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کوي. شهیدانو او د هغوی ملګرو ته د دوی د شهادت د لومړۍ کلیزې د رارسیدو په مناسبت د زړه له کومي تسلیت وړاندی کوی، روح دې ښاد او جنت الفردوس دې نصیب شی.
د ملی مقاومت شورا باور لري چې د دغو شهیدانوړ او د مقاومت د نورو شهیدانو وینه به بې ځوابه پاتې نه شي او ډېر ژر به د طالبانو د ډلې او د هغوی د ظلمونو بنسټ له منځه یوسي.
ومنالله التوفیق