دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالی شورا
شنبه 23 عقرب 1405
جستجو
Close this search box.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د ترکیې جمهوریت د ازمیر ښار د اوسپنې او فولادو په فابریکه کې د یوې درنې چاودنې او پراخې اورلګېدنې د خواشینوونکې پېښې خبر، چې له امله یې یو شمېر کارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي، په ژورې اندېښنې او خواشینۍ سره ترلاسه کړ.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د ترکیې جمهوریت له دولت او درانه ولس، په ځانګړې توګه د دې غمجنې پېښې د قربانیانو له درنو کورنیو او ټولو زیانمنو شویو کسانو سره خپله ژوره خواخوږي او د زړه له کومې تسلیت څرګندوي او ځان د ترکیې د دوست او ورور ولس په دې ستر غم کې شریک بولي.

د لوی او مهربان الله تعالی له درباره د دې پېښې مړو شویو کسانو ته د پراخ رحمت او مغفرت، ټپیانو ته د عاجلې او بشپړې روغتیا او د قربانیانو پاتې شویو کورنیو ته د جمیل صبر، زغم او روحي سکون دعا کوو.

د افغانستان او ترکیې د ولسونو ترمنځ ټینګې اړیکې، تاریخي پیوندونه او متقابل درناوی تل د سختیو او ستونزو پر مهال د یو بل د ملاتړ، خواخوږۍ او همدردۍ بنسټ ګرځېدلي دي.

هیله لرو چې د ترکیې ستر او دروند ولس د خپل ملي یووالي، ټینګ هوډ، زغم او غوره تدبیر په مټ له دې درنې غمیزې څخه په بریالیتوب تېر شي او د کار او ژوند چاپېریال ته یو ځل بیا سوله، امنیت او ارامي راستنه شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *