دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالی شورا
یکشنبه 1 سنبله 1405
جستجو
Close this search box.

د مقاومت عالي شورا د قوماندان حسیب پنجشیري او د هغه د یو شمېر سرښندونکو ملګرو شهادت په ډېرې خواشینۍ سره د شهیدانو درنو کورنیو، د ملي مقاومت جبهې مبارزینو او د افغانستان شریف ولس ته تسلیت او تعزیت وړاندې کوي.

قوماندان حسیب پنجشیري د مقاومت له پېژندل شویو او اغېزناکو څېرو څخه و، چې په ایمان، زړورتیا او سرښندنې سره د ازادۍ، عزت، انساني کرامت او د افغانستان د خلکو د حقونو د دفاع په لومړۍ کرښه کې ودرېد. هغه او ملګري یې د مقاومت په سنګرونو کې د خپل حضور له لارې د ناپوهۍ، استبداد، افراط‌پالنې او تاوتریخوالي پر وړاندې د افغانستان د ملت د ارادې سمبولونه وو، او تر وروستۍ شېبې پورې یې د هېواد د ازادۍ او سرلوړۍ د دفاع لاره په استقامت او وفادارۍ تعقیب کړه.

د افغانستان د دغو زړورو بچیانو شهادت په داسې شرایطو کې رامنځته شو چې هېواد لا هم د استبداد، انحصار او د مدني او سیاسي ازادیو د ځپلو تر سیوري لاندې دی. د هغوی پاکه وینه د هغې درنې بیې شاهدي ورکوي چې د افغانستان خلک یې د ازادۍ، عدالت او د خپل برخلیک د ټاکلو د حق د ساتنې لپاره پرې کوي. بې له شکه، د قوماندان حسیب پنجشیري او د هغه د ملګرو شهادت به د ازادۍ غوښتونکو هوډ د ناپوهۍ، ظلم او استبداد پر وړاندې د مقاومت د لارې د دوام لپاره لا پیاوړی او ټینګ کړي.

د مقاومت عالي شورا باور لري چې د افغانستان تاریخ تل د هغو کسانو نومونه په عزت او ویاړ ثبت کړي دي چې د دې خاورې په تر ټولو سختو ورځو کې یې د خلکو د ازادۍ او کرامت دفاع پر خپلې هوساینې او خپل ژوند غوره ګڼلې ده. قوماندان حسیب پنجشیري او د هغه شهیدو ملګرو هم په ایثار او ځان‌قربانۍ سره د زړورتیا، مقاومت او ملي ارمانونو ته د وفادارۍ داسې میراث پرېښود، چې د نن او راتلونکو نسلونو لپاره به د الهام سرچینه وي.

د مقاومت عالي شورا د دغو شهیدانو لوړ مقام ته د درناوي ترڅنګ، دا ستره ضایعه د هغوی غمجنو کورنیو، ملګرو او د افغانستان ټولو خلکو ته تسلیت وایي او د لوی خدای له درباره د ازادۍ د لارې شهیدانو ته د لوړو درجو، او پاتې شونو ته د جمیل صبر او ستر اجر غوښتنه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *