جستجو
Close this search box.
Mawlana Abdurahman Saidkhili

دلوی او مهربان خدای په ستر نامه

نن د قندوز ولایت پخوانی امنیه قومندان او دمقاومت نامداره قوماندان مولاناعبدالرحمن سیدخیلي د شهادت له دیارلسمې کلیزې سره برابره ده، په دې مناسبت د افغانستان لپاره د ژغورنې او ملي مقاومت شورا د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګندوي.

 

مولانا عبدالرحمن سیدخیلي یو غښتلی نه ستړی کیدونکی او زړور جنګیالی قومندان وو چې له ځوانۍ څخه یې د خپل هیواد او خاورې ، خلکو د ارمانونو  لپاره مبارزه کوله او بالاخره په همدې لاره کې شهید شو. مولانا سيدخېلي په مېړانه او زړورتيا کې ډېر شهرت درلود او په دولتي پوستونو کې يې پرله پسې هلې ځلې کولې چې خلکو او هېواد ته په صادقانه توګه خدمت وکړي او بې له شکه يو له برياليو امنيه قوماندانانو څخه و.

 

قوماندان سیدخیلي د زنځیری قتلونو په سلسله کې په نښه شو ، که څه هم له پېله روښانه وه چې په تیرو شلو کلونو کې د زنځیروی وژنو لړۍ د طالبانو په وړاندې د مقاومت د ډګر د پاکولو او سیاسي واک ته د دغې ډلې د بیرته راګرځولو په موخه وه. یو له سلګونو قوماندانانو څخه و چې سیاسي واک ته د طالبانو د راستنیدو په لاره کې د خنډ په توګه لیرې شو.

 

نن ورځ طالبانو په افغانستان کې په داسې حال کې سیاسي واک ترلاسه کړی چې په شلو کلونو کې یې له یوې خوا د DDR او دایاک تر نامه لاندې مجاهدین بې وسلې کړل او له بلې خوا يې د مقاومت او ازادۍ غوښتونکو د پياوړي ستونو په ليرې کولو سره سياسي واک ته د طالبانو د راتګ لاره هواره کړه.

 

د مقاومت ملي شورا د مولانا عبدالرحمن سیدخیلي او نورو مشهورو او نامعلومو شهیدانو د شهادت د دیارلسمې کلیزې په مناسبت د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي، د عدالت، ازادۍ او برابرۍ د لارې د دې شهيد او نورو شهيدانو د شانداره کارنامو دویاړنو قدردانی کوی ددوی روح دی ښاد او د هغوی يادونه دی همیشه ژوندی وی .

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟